د داعش مالی شبکه افشأ

15
10

د داعش د مالي شبکو افشا کول

کله چې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت (داعش) په نوم د خوارجو یوه کوچنۍ ډله په لومړي ځل راڅرګنده شوه، د دغې ډلې د ریښو او اصلیت په اړه ډېرې پوښتنې راپورته سوې، خو تر ټولو مهمه پوښتنه دا وه چې:

څنګه یوه وړه افراطی او ترهګره ډله بی له دی چی ولسی ملاتړ ولري کولای سی چی د مسلمانانو او بیګناه ملکی وګړو وژلو ته دوام ورکړی؟ ددي پوښتنی ځواب د داعش د مالي شبکی د جنایاتو په پوهیدلو کی څرکندیږی. دا هغه کرغیړنه او جنایتکاره شبکه ده چی دداعش مادی پرسته پلویان او ددوی د مشرانو د خود پرسته هویت په ډاګه څرګندوي. په دې لیکنه کې به د داعش د مالي ستراتیژی، ددوی چل او فریب، شیطانی اعمال او ددغي منافقه ډلی هغه کړنی چی څنګه د اسلام د مقدس دین څخه سوء استفاده کوی په ګوته ګړو چی د داعشی مالی او اقتصادی جنایتونه به پکښی روښانه سي.

د کانونو ناقانونه استخراج او د قاچاقبرانو د شبکو کارول: داعش د خپلو فعالیتونو په لومړیو کلونو کې تر ډیره خپل د مالی تمویل لپاره په نا قانونه ډول د کانونو د کیندلو او استخراج منابعو ته لومړیتوب ورکوی. دې ډلې په عراق او سوریه کې د معادنو بډایه او حاصلخیزه سیمې پر استعمار تمرکز کړی وو. او د خپلو وسلو او بریدونو د پایښت لپاره یی ددی منابعو څخه استفاده کوله. خو دداعش دغه منابع هله پر ودریدی چی دوی هغه ټوله سیمی و بایللی او د هغه ځاینو یی تیښته وکړه. له دی سره جوخت داعش په خپل مستعمره سوی سیمو کی پر بانکونو کنترول درلودلی او د تاجرانو به یی په زوره پیسی اخیستی. خو کله چی دوی دل دی سیمی ورټل سول نو یی هم خلک د ظلمه خلاص سول او هم داعشیان ددی منابعو د امتیازه پاته سول.

د داعش د مادي پرسته او اجيرو عسکرو ستونزه: وروسته له هغه چې داعش د غیرقانوني کان کیندنې څخه خپلې مالي سرچینې له لاسه ورکړې او د دوی تر واک لاندې ټولې سیمې آزادې سوې، دې ډلې د خپلو مادي او اجیر عسکرو د ساتلو لپاره د پیسو ګټلو په نورو لارې پسی روان سول. داعشی مشران پوهیدل چی د مالی تمویل پرته به ددوی ټوله عسکر پښی سپکوی – ځکه داعشیان یوازی د مادیاتو لپاره جنګیږی. دوی دا واري د منظمي غلاګانو، کوتا طریقی، او د مظلمو ملکیانو څخه په زور او جبر پیسو اخیسلو پراخه لړی پیل کړه او تر ډیره حده یی دغه ظلمونه په افریقا او په ځانګری ډول د سومالیا به هیواد کی پیل کړه.

په افریقا کې د داعش مالي دفتر (کرار اقتصادي اداره): د کرار اقتصادی اداره د داعشیانویوه یوه منفوره او شرمیدلی اداره ده چی په افریقا کی د داعش مالی چاری په وړاندی وړي. دغه د مالي جرمونو دفتر د مسلکي غلا، اختطاف، او د افریقایي مسلمانو بزګرانو او سوداګرو څخه په جبر او زور پیسو اخیستلو د اداري په نوم یادیزي، چی دداعشی خوارجی لپاره ډیری پیسی په دی ډول راټولوي. د دي دفتر یوه بله شیطانی تجربه په یوه نوی کتاب کی را نغښتی ده چی دا کتاب د « اقتصادی تجربه» په نوم یادیږي. ددی دفتر پخوانی امیر چی او سرای العراقی نومیده ددغه کتاب په ترویج او نشر کی ډیر مهم رول درلودی او دغه کتاب یی د داعش مالی ترهګروه ته د نړی ګوټ ګوټ ته ور ورساوه. په دې کتاب کې د جزېې راټولولو بېلابېلې لارې چارې، د تښتونې په بدل کې د پيسو اخيستل، د غلا بېلابېلې طريقې او لنډې لارې او په پای کې بېلابېل مالي ظلمونه او وحشتونه بيان سوي دي. چی په دی سره داعش دا ډول مالی جرمونه رواجوی. د داعش د دې ظلمونو قربانیان یوازې په افریقا کې غریب سوداګر، بزګران او کارګران وو. د داعش دغه مالي ترور د دې لامل سو چې دغه سوداګر او بزګران خپل کاروبارونه وتړي او له دغو سیمو څخه کډه سي. ځکه چې هغه کسانو چې دغو مجرمانو ته د پيسو له ورکولو ډډه کوله په بې رحمانه توګه وژل کیدل او شکنجه کیدل. داعش په دغو سیمو کې ډیری دوکانونه، سوداګر او د سوداګرۍ دفترونه په بمونو الوزولي او سوځولي دي. او باید وویل سي چی داعشیانو دغه وحشتونه په عام محضر کی تر سره کول.

د مالي وحشتونو څخه د داعش عواید: د بې ګناه خلکو په وړاندې د دې مالي جرمونو او ترور په تنظیمولو سره، داعش هره میاشت له ۲۵۰۰۰۰ څخه تر ۴۵۰۰۰۰ ډالرو پورې عاید ترلاسه کول. خو باید وویل سي چې په دغو سیمو کې د مسلمانو سوداګرو او بزګرانو د غربت او فقر له امله چې داعش ته د جزیه او جریمې ورکولو توان یی نور له لاسه ورکړی وو او خپل کار ونه او تجارتونه یی وتړل نو په دی سره په دې وروستیو کې له دغو لارو د داعش عایدات هم کم سوی دي.

د داعش مالي زوال په حقیقت کې د داعش د اخلاقي او انساني سقوط یوه بیلګه ده. لکه څنګه چې موږ د دغو خوارجانو بې حیايي ښکاره کړې، موږ باید هوښیاره واوسو چې د داعش د مالي جنایتکارانو قرباني نه سو. نو موږ ته پکار ده چې د دغو جنایتکارانو په اهدافو او شومو پلانونو پوه سو، څو د هغوی د ترور شبکه له منځه یوسو او د بې وزله او بې ګناه خلکو ساتنه وکړو. زموږ هیله دا ده چی دا لنډه لیکنه د یوه یادداښت په ډول کار وکړی چی دا مو په یاد وی چی داعشی شیطانان ډیری څیری لري، خو تر ټولو موزی کار یی دا دی چی داعشیان د مسلمانو په جامو کی د اسلام پر ضد جنګیږي.

شریک یي کړئ

لومړی نظر وکړئ on "د داعش مالی شبکه افشأ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*