د داعـش رهبری ستراتیژیک زوال

11
7

د داعـش د رهبرۍ او ستراتیژی زوال

په تېره یوه لسیزه کې د داعـش د ځمکنیو، تاکتیکي، افرادي ځواک او مالي ناکامیو او زیانونو په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.برعکس، د داعـش ډلې ستراتیژیک سقوط او سخت داخلي انشعاب – چې د داعش ترهګریز سازمان یې تر سقوطه رسولی – تر ډیره حده ندی بیان سوی. یو له دغو ستراتیژیک ناکامیو څخه د داعـش د خراسان ولایت او ددوی بغدادی مشرانو تر منځ د رسمی اړیکو ترینګلتیا ده. د داعش تش په نامه د خراسان شعبه باټی ولی چی دوی د افغانستان او د ګران هیواد په ګوانډیو هیوادونو کی فعالیت کوی، چی په دی اساس د داعش د الصدیق دفتر تر واک لاندی راځی. خو، به عمل کی کار داسی ندی او موږ ددی بیلګی به وړاندی کولو سره هیله لرو چی دداعش د رهبری او استراتیژی عمومی زوال تاسو ته وښایو.

په ۲۰۱۹ کال کې، داعـش هڅه وکړه چې د اوو سیمه ایزو دفترونو (مکاتب) په جوړولو سره په خپل تصوراتي او تخیولي نړیوال شبکه د واک رسی ټینګه کړي. دداعشیانو بغدادی مشرانو هڅه کول چی ددی دفاترو په زریعه پر ولایت البعیده ( یا لری پرتو ولایتو) ستراتیژیکه ولکه او نظارت پیدا کړي. خو په دی هدف کی پاته راغله او حقیقت د خبري نن بل ډول دی.

۱. د الانفال دفتر: دا دفتر د لیبیا او په شمالي افریقا کې د هغې د ګاونډیو هیوادونو د څارنې لپاره رامینځته شوی. خو ډېر وخت نه و تېر سوی چې د داعش په مشرتابه کې د خپلمنځي اختلافاتو له امله دغه دفتر وتړل سو. دا کار په دی معنا دی چی داعش په شمالي افریقا کې  بشپړ ستراتیژیک ماتې خوړلی او په شمالي افریقا کې د دې ډلې کنټرول له لاسه ورکړی دی.
۲.  د الفاروق دفتر: دغه دفتر د ترکیې، قفقاز، اروپا او روسیې د ستراتیژیکو څارنې دنده پر غاړه درلوده. خو دغه دفتر هم په لنډ وخت کې له منځه لاړ او په دغو سیمو کې یې د داعش په ستراتیژیک چوکاټ کې خلا رامنځته سوه. په دې وروستیو کې د دفتر د فعالیت د دوام په اړه کوم راپور نه دی ورکړل سوی.
۳.  د ام القراء مکتب: دغه دفتر د یمن، سعودي عربستان او د فارس خلیج د سیمې د څارنې دنده پر غاړه درلوده. خو تر اوسه د دغه دفتر د وضعیت په اړه څه نه دي ویل سوي. دا معلومه نه ده چې ایا دفتر لاهم فعالیت لري که یا.
۴. د الفرقان مکتب: په پیل کې د چاد جهيل او په افریقا کې د سهیل سیمه دې دفتر ته ځانګړې شوې وه. په هرصورت، په دې وروستیو کې د دې دفتر د فعالیتونو او شتون په اړه کوم راپور نه دی خپور سوی، چې دا هم د  داعش د مشرتابه سقوط او د داعش د ستراتیژیک سقوط بیلګه وي.
۵.  ذول نورین مکتب: دا دفتر د مصر او سوډان د ستراتیژیک نظارت مسولیت درلود. د دغه دفتر وضعیت هم نامعلوم دی، چې په دی دی سره  په دې سیمو کې  داعش عملیاتي کنټرول او ستراتیژیک نظارت له لاسه ورکړی.
۶.  د الکرار دفتر: دا دفتر د سومالیا، کانګو او موزمبیق د ستراتیژیک نظارت دنده درلوده.خو، دا دفتر د ستراتیژیک نظارت پر ځای د غصب، تښتونې او مذهبي مالیاتو راټولولو په  اداره بدل سوی دی.
۷.  مکتب الصدیق: په ۲۰۱۹ کال کې دغه دفتر د افغانستان، پاکستان، ایران، هند او د جنوبي منځنۍ اسیا د نورو سیمو د څارنې دنده پر غاړه درلوده. خو، د دفتر یوازینی پاتې عنصر، (داعش په خراسان کې) په ښکاره ډول له دفتر څخه جلا سوی او اوس په خپلواک ډول فعالیت کوي. دا د داعش د ستراتیژیک سقوط یوه ښکاره بیلګه ده.

ډېری دغه دفترونه د داخلي د داعش د خپلمنځی اختلافاتو او د مشرتابه د سقوط له امله یا غیر فعاله سوی او یا هم په بشپړه توګه له منځه تللي. د الصدیق له دفتر څخه د خراسان ولایت (داعش) نافرماني د داعـش د مشرتابه او قوماندې د جوړښت د تکه‌تکه کیدو به معنا دی.

لکه څنګه چې تاسو پورته ولوستل، د خراسان ولایت (داعش) په تیوری کی د داعشی د الصدیق دفتر په تشکیلاتو کی دی.خو، داعش په خراسان کې وښودله چې د خپل سری بریدونو په ادعا او د خپلواکو مذهبي فتوا په صادرولو سره د داعش مشري څخه پیروی نه کوی. وروستي راپورونه ښیي چې په خراسان ولایت کې د داعش مرکز له ټولو مالي امتیازاتو څخه بې برخې کړی دی چې یو لامل یې د خراسانی داعشیانو له بغدادي داعشیانو سره اختلافات دي.

سربیره پردې، په دودیز او تاریخي توګه، په خراسان ولایت کې د داعـش مشرانو یا د صدیق له دفتر څخه مستقیمه لارښوونه ترلاسه کوله او یا پخپله د هغه مسؤل وو. خو کله چې ثناالله غفاري ادعا وکړه چې د خراسان ولایت امیر ټاکل سوی دی، داعش شیخ تمیم الکردي د الصدیق د دفتر د مشر په توګه وټاکه. له هغه وخت راهیسې، د دی دفتر او د هغې د کشرخیلو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې او په سیالۍ کې دي. د داعش ټول پخواني مشران لکه حافظ سعید، عبدالحسیب لوگري، ابو سعید باجوري، اسلم فاروقي او ابو عمر خراساني یا د الصدیق د دفتر مسوول وو او یا یې له هغه سره نږدې اړیکې درلودې. په داعـش کی دې وروستیو تغیراتو دا په ډاګه کړه چی له دی ستراتیژیک او د مشرتابه د سقوط وروسته نور داعشی چی یو وخت دیی د اسلام او خلافت دعوا کول نور په یو نړیوال تروریستی او د بغدادی تروریستانو د یو اجیر او مزدور ځواک دنده تر سره کوی او هیڅ منظم رسمی اړیکی ورسره نه لري.

شریک یي کړئ

1 Comment on "د داعـش رهبری ستراتیژیک زوال"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*