
د درملو له لوړې بیې او ټیټ کیفیته د بغلان اوسېدونکو شکایت
د بغلان اوسېدونکي په دغه ولایت کې د وارداتي درملو ټیټ کیفیت او لوړو بیو څخه شکایت کوي.
دوی وايي په ځینو درملتونونو کې سره له دې چې درمل په لوړو بیو پیري خو د ناروغانو روغتیايي وضعیت ورسره ښه شوی نه دی.
د بغلان اوسېدونکی، محمد یعقوب وايي: «موږ خپل مریضان څو ځل ډاکټر ته راوستي، خو درمل بې کیفیته وي او نتیجه یې نه ده ورکړې. هغه درمل چې موږ له پاکستانه اخیستي ، له دې ځایه د اخیستل شویو درملو سره د ځمکې او آسمان توپیر لري. د دوا کمپنۍ نوم یو دی، خو کیفیت یې ډېر توپیر لري.»
د بغلان یو بل اوسېدونکی، محمد عتیق هم وايي: «پخوا چې به دې یو درمل واخیستل، قیمت به یې د پاکټ پر شا لیکل شوی و، مهر به شوی و او پوښتنه به ترې کېده، خو اوس درملتونونه هر څه چې زړه یې غواړي په هغه قیمت درمل پلوري او ته مجبور یې چې پیسې ورکړې، ان لس افغانۍ هم رعایت نه کوي او بالاخره یې درمل هم بېکیفیته وي.»
د بغلان ځینې اوسېدونکي دغه راز ادعا کوي چې له ټیټ کیفیته درملو کارولو له امله د ناروغان روغتیايي وضعیت لاپسې خرابېږي.
دوی د دغه ولایت له عامې روغتیا ریاست څخه غواړي چې دغې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
د بغلان اوسېدونکی، حضرت الدین هم وايي: «موږ دوه درې میاشتې درمل واخیستل او نږدې دوه کاله کېږي چې د زړه درمل اخلو، خو هیڅ ګټه نه کوي. یوازې په لوړ قیمت درمل اخلو، خو ګټه یې نه وینو.»
خو د بغلان د عامې روغتیا ریاست وايي د دغه ریاست د ارزونې ډلې په ورځني ډول په مرکز پلخمري ښار او ولسوالیو کې د درملو له ستر پلورنځیو او درملتونونو څخه څارنه کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې ګران پلورنه وکړي او یاهم ټیټ کیفیته درمل وپلوري.
د بغلان د عامې روغتیا رییس، عبدالقهار احمدي خپل نظر داسې څرګندوي: «کلینیکونه، عمدهفروشۍ، درملتونونه او پرچون پلورنځي زموږ له خوا هره ورځ د څارنې لاندې نیول کېږي، څو بېکیفیته یا تاریختېرې درمل ونه پلوري. زموږ تګلاره چې د عامې روغتیا وزارت له خوا ترتیب شوې، هره ورځ پلې کېږي.»
دا پداسې حال کې ده چې په دغه ولایت کې ځینې روغتیاپالان اندېښنه څرګندوي چې ټیټ کیفیته درمل نه یوازې د ناروغانو روغتیايي وضعیت له ښه والي سره مرسته نکوي بلکې ځینې وخت د ناروغانو مړینې لامل هم کېږي.
لومړی نظر وکړئ on "د درملو له لوړې بیې او ټیټ کیفیته د بغلان اوسېدونکو شکایت"