د دوبي ککړه هوا او پلازمېنه کې د تنفسي ناروغیو د زیاتوالي اندېښنې

Loading

د تودوخې درجې له لوړېدو سره سم، د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي کابل ښار کې د هوا له ککړتیا او ناروغیو له زیاتوالي شکایت کوي. 

دغه اوسېدونکي طلوع‌نیوز ته وایي، وروستیو ورځو کې د هوا ککړتیا له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي. 

د کابل اوسېدونکي، محمد هارون و ویل: « دې وروستیو کې هوا ډېره ګرمه شوې، او د هوا ککړتیا هم ډېره شوې، لامل یې کېدای شي زاړه موټر وي چې د شمېر یې د تېر پرتله زیات شوی دی.»

د کابل یو بل اوسېدونکي، بلال هم و ویل: « د زړو موټرو کارونه، کم کیفیته تېل او دغه راز خلک د برښنا نشتون پر مهال له جنراټورونو ګټه اخلي چې دې ټولو هوا ککړه کړې.»

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولین هم وایي، کابل کې هوا د ککړتیا تر ټولو ستر لاملونه په کارخونو کې له حرارتي برښنا کار اخیستل، د استهلاک شویو موټرو تګ راتګ او اقلمیي بدلونونه دي. 

د دوی په خبره، دغه اداره له کابل ښاروالۍ او د ټرافیکو له عمومي ریاست سره په همغږۍ د یادو ستونزو پر حل کار کوي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې هوا د ککړتیا د کنټرول مسوول، طوفان جبران و ویل: « د کابل ټرافیکو ریاست هره میاشت یوځل خپل چک پاینټونه له نږدې څاري او هغه موټر چې لوګی کوي، اسناد یې ثبتوي څو خپلې ستونزې حل کړي.»

کابل کې د هوا ککړتیا بېلابېل لاملونه لري او دغه مسله کابل ښاریانو ته پر یوې ننګونې بدله شوې.

د چاپېریال ساتنې ځينې کارپوهان بیا پر دې بارو دي چې د زرغونو سیمو زیاتوالی او د لویو تولیدي کارخونو کنټرول د کابل د هوا په ښه والي کې مرسته کولای شي.

د چاپېریال ساتنې کارپوه، نجیب الله سدید طلوع‌نیوز و ویل: « کابل کې شین کمربند و او تر یوه حده پرې دې کار کېده، خو اوس مالومه چې اوس هم شته، اوبه ورته رسېدلي او کنه. که د کابل او نورو لویو ښارونو شین کمربند پیل شي، دغه ستونزه لږه تر سترګو کیږي.»

تر دې وړاندې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو کمېدو په برخه کې د ۳۲ پروژو پر درېدو نیوکه کړې وه او د دغو پروژو پر بیا پيلېدو یې ټينګار کړی و.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د دوبي ککړه هوا او پلازمېنه کې د تنفسي ناروغیو د زیاتوالي اندېښنې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*