
د دوحې غونډه؛ د کوکنارو د کر د بندیز د اغېزو کمولو لپاره نړۍواله هڅه
له نشهيي توکو سره د مبارزې د کاري ډلې درېیمه غونډه او د خصوصي سکټور د کاري ډلې دویمه غونډه نن (دوشنبې، د چنګاښ په ۹مه) د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شوه.
؛ په دې غونډه کې د اسلامي امارت، نړۍوالو بنسټونو او کورنیو اقتصادي لوبغاړو استازو ګډون کړی دی. د دې غونډې موخه د یوې داسې ستونزې لپاره د ګډې حل لارې موندل دي چې نه یوازې د کوکنارو په کروندو کې ریښې لري؛ بلکې د مېلیونونو افغانانو له اقتصاد، امنیت او راتلونکي سره هم تړلې ده.
د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیگیر طلوعنیوز ته وايي:«کاش ټولې پرېکړې چې د دوحې په درېیمه غونډه کې وشوې، عملي شي؛ خو هغه موضوعات چې نن پرې خبرې وشوې، د افغانستان د خلکو لپاره یوه ښه پیل دی. موږ کولای شو پر نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو باور وکړو د افغانستان له خلکو سره پر خپلو کړو ژمنو وفادار پاتې شي.»
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا هم وویل:«هرڅومره چې خصوصي سکتور قوي شي، له شک پرته وبه کړای شو چې ډېر کاري فرصتونه برابر کړو.همدارنګه باید د بانکوالۍ محدودیتونه لېرې شي څو خصوصي سکتور وکولی شي په نړۍوال تجارت کې په سمه توګه فعالیت وکړي، ځکه اوسنيو محدودیتونو له بده مرغه ډېرې ستونزې او ننګونې رامنځته کړې دي.»
د سرپرست حکومت له لوري د کوکنارو پر کرکېلې تر رسمي بندیز وروسته، په افغانستان کې د دغو توکو کرکېله په پراخه کچه کمه شوې ده؛ خو د بې روزګارۍ، معیشتي تشې او د ناقانانو بازارونو د پراختیا په ګډون نوې ننګونې هم رامنځته شوې دي. اوس ملګري ملتونه هم، هڅه کوي چې د دوحې د کاري ډلې د بهیر له لارې دغو ننګونو ته رسېدنه وکړي.
د نظامي چارو شنونکی صادق شینواری په دې هکله وايي:«د اسلامي امارت هغه فرمانونه چې د کوکنارو کرلو او نشهيي توکو د بندیز په اړه صادر شوي، باید په جدي ډول وڅارل شي. همدارنګه د بزګرو د ملاتړ لپاره باید نړۍوال ملاتړ او مرستې په پام کې ونیول شي ترڅو هغوی په بدیلو کرنیزو پروژو بوخت شي او اقتصادي ستونزې کمې شي.»
د دوحې درېیمه غونډه چې یو کال وړاندې په قطر کې جوړه شوې وه، د خصوصي سکټور ملاتړ او د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه یې مهم مسایل وو.
اوس د دوحې د کاري بهیر په غونډه کې د ۲۵ هېوادونو استازي او دغه راز د اروپايي ټولنې، اسلامي همکاریو سازمان او ملګرو ملتونو استازي حضور لري.
لومړی نظر وکړئ on "د دوحې غونډه؛ د کوکنارو د کر د بندیز د اغېزو کمولو لپاره نړۍواله هڅه"