
د روان کال لومړيو شپږو میاشتو کې د افغانستان-پاکستان ترمنځ سوداګري کمه شوې
د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي، چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سوداګرۍ کچه راټیټه شوې ده.
سره له دې، چې پاکستان د افغانستان له مهمو اقتصادي شریکانو څخه دی؛ خو په سوداګرۍ کې شته خنډونه د دې سبب شوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه راټیټه شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نويو شمېرو له مخې، د روان هجري لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت یو میلیارد او ۱۰۸ میلیون ډالرو ته رسېدلی؛ چې دا شمېر د تېر کال د ورته مودې پرتله شاوخوا ۹ میلیون ډالر کمښت ښيي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، آخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه داسې وايي: « د افغانستان د پاکستان ته د صادراتو ډېری توکي د سکرو ډبرې، مالوچ، د پروسس شوی تالک ډبره، مۍ، بادرنګ، لوبیا، سګرټ او عدس دي. د پاکستان نه افغانستان ته واردېدونکي اساسي توکي بیا وریجې، سمنټ، درملیز مصالح، د کتان منسوجات، ډول ډول کالي او کچالو دي.»
له بلې خوا، د هېواد د کرنې او مالدارۍ د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کوي.
د کرنې او مالدارۍ خونې اجراییه رییس، وسیم صافی هم وايي: « په سوداګریزو اړیکو کې باید کار وشي، په ځانګړي ډول د پاکستان سره د سوداګرۍ برخه کې، داسې اړیکې جوړې شي چې دواړه هېوادونه ترې ګټه واخلي. ځکه موږ پوهېږو چې زموږ د تولیداتو کچه په بسته بندۍ کې لا دومره لوړه نه ده چې موږ وکولای شو خپل محصولات د هوايي دهلیزونو له لارې لرې هېوادونو ته صادر کړو.»
په ورته وخت کې، یو شمېر اقتصادي شنونکي باور لري چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د سوداګرۍ ثبات لپاره باید اقتصادي مسایل له سیاسي کړکېچونو لرې وساتل شي.
د اقتصادي چارو شنونکی، محمد کریم عظیمی بیا وايي: « هیله من یو چې پاکستان زموږ نژدې ګاونډی هېواد دی، او د پاکستان له لارې موږ کولای شو د کراچۍ او ګوادر بندرونو له لارې د افغانستان د سوداګرۍ کچه لوړه کړو، چې دا به د پاکستان او افغانستان دواړو په ګټه وي. هغه ستونزې چې پاکستان په اوږدو کې رامنځته کوي، په حقیقت کې د هېڅ هېواد په ګټه نه دي، بلکې زیان یې خپله پاکستان ویني.»
که څه هم د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وروستیو میاشتو کې له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو د ښهوالي لپاره هڅې کړې، خو د پاکستان له لوري د لارو بندېدل، د ګمرکي تعرفو وضع کول، او د ترانزیتي ستونزو دوام د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته لا ډېر زیان رسولی دی.
[email protected]