د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان هجري لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۱۱۷ زره ټنه د مرمر ډبرې نورو هېوادونو ته صادرې شوې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وایي، دغه ډبرې د ۶ اعشاریه یو میلیونه ډالرو په ارزښت صادر شوې دي.
د اخندزاد عبدالسلام جواد په خبره، دمګړۍ په ټول هېواد کې د مرمر ډبرو د پروسس ۱۰۸ کارخونې فعالیت کوي.
هغه و ویل: « د ۱۴۰۳ کال په لومړیو پنځو میاشو کې شاوخوا ۱۱۷ زره ټنه د مرمرو ډبرې ترکیې، سعودي عربستان، ترکمنستان، هند، جرمني، روسیې، ازبیکستان، چین، مکسیکو، پاکستان او نورو هېوادونو ته صادر شوي دي، دغه برخه کې کابل او هرات کې ۱۰۸ کارخونې فعالیت لري.»
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د ګران بیه او نیمه ګرن بیه ډبرو په ځانګړې توګه مرمر ډبرو پراخې سرچینې لري، خو هېواد کې د کانونو د را ایستلو او پروسس په برخه کې زیاته پانګونه نه ده شوې.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه د سیمې په هېوادونو کې د افغانستان د ګران بیه او نیمه ګران بیه په ځانګړې توګه مرمر ډبرو اهمیت ته په پام وایي چې له دې لارې د هېواد د صادراتو او عوایدو د زیاتوالي لپاره په کور دننه د دغو ډبرو پروسس اړین دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند، جان اقا نوید و ویل: « مرمر ډبرې او د افغانستان ځینې نورې ډبرې نړۍ کې لومړی مقام لري او هم یې پېرېدونکي ډېر دي، دا چې صادرات شوي باید یې اروپایي هېوادونو، متحده عربي اماراتو او هغو هېوادونو ته چې ورته اړتیا لري د صادراتو زیاتوالي لپاره ګامونه پورته شي.»
د اقتصادي چارو شنونکي، محمد نبي افغان و ویل: « حکومت باید په کور دننه د مرمر ډبرو پروسس او بهر ته یې د صادراتو لپاره لپاره یو منظم پلان ولري چې راتلونکي کې موږ کوم هېواد ته څومره صادرات کولی شو.»
تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ویلي و چې له ترکمنستان سره یې د ۱۵۰ زره ټنه سیخ او ۱۰۰ زره ټنه مرمر ډبرو د صادراتو په اړه هوکړه کړې او ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې یاد هېواد ته صادر شي.
لومړی نظر وکړئ on "د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د مرمر ډبرو صادرات"