
د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل تازه راپور کې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ د جرړو پر اېستلو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې تېر میلادي کال په دغو دواړو هېوادونو کې څه باندې۱۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د دغه راپور په بله برخه کې دغه سازمان له غړو هېوادونو، مرستندویو بنسټونو او نړۍوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان او پاکستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
د روغتیا د نړۍوال سازمان د راپور یوه برخه داسې ده: سره له دې چې د پام وړ پرمختګ شوی، تېر کال په افغانستان او پاکستان کې له ۱۰۰ ډیر ماشومان د پولیو ویروس له امله فلج شوي دي. فرعي کمیټې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ویروس د لیږد د درېدو په تړاو یوه اعلامیه هم خپره کړه، چې له غړو هیوادونو، بسپنه ورکوونکو او نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي ځکه چې وروستيو دووو سیمه ییزو هیوادونه د ویروس د لیږد د پای ته رسولو لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړې دي.»
ډاکټران پر دې باور دي چې د روغتیا نړۍوال سازمان او مرستندوی بنسټونه باید د پولیو د له منځه وړلو لپاره، د واکسیناسیون د دوامدارو کمپاینونو ترڅنګ، د عامه پوهاوي د کچې لوړولو ته هم جدي پاملرنه وکړي.
سید عبدالله احمدي، چې یو له ډاکټرانو دی، طلوعنیوز ته یې و ویل: «د روغتیا د نړۍوال سازمان وروستي راپورونه ښيي چې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ مثبتې پېښې لا هم په افغانستان او د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان کې شته؛ خو سره له دې چې په دواړو هېوادونو کې پراخ لګښتونه کېږي او واکسین د خلکو لاسرسي ته وړاندې کېږي، ولې دا ناروغي لاهم له منځه نه ده تللې؟ یو له عمده لاملونو یې د ښه تعقیبي سیسټم نشتوالی دی. باید وڅارل شي چې آیا واکسینونه خلکو ته په سمه او بشپړه توګه رسېږي که نه؟»
ډاکټر، نورالحق امین هم وايي: «کله چې څوک ځینو هېوادونو ته داخلېږي، نو هغه کس ته واکسین ورکول کېږي، ترڅو دا ناروغي خپره نه شي. نو که زموږ په هېواد او پاکستان کې واکسین زیات شي، له دې ناروغۍ به مخنیوی وشي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد د روغتیا وزارت تېر زېږیز کال د پولیو مثبتې پېښې رد کړې وې او د پولیو د واکسیناسیون په وروستي کمپاین کې یې په ټول هېواد کې له پنځو کلونو کم عمره څه باندې ۱۱میلیونه ماشومان واکسین کړل.
لومړی نظر وکړئ on "د روغتیا نړۍوال سازمان د پولیو پر وړاندې د مبارزې د نړۍوال ملاتړ غوښتنه کوي"