
د روغتیا وزارت د ساحوي اپیډمیولوژۍ له څانګې ۲۹ کسان فارغ شول
د عامې روغتیا وزارت د ساحوي اپيډمیولوژي له څانګې څخه نن ۲۹ روغتیايي کارکوونکي فارغ شول.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال محمد حسن غیاثي، پر بشري سرچینو پانګونه د روغتیايي سکټور د ودې بنسټیزه لاره وبلله او زیاته یې کړه چې د روغتیايي کارکوونکو روزنه د بېلابېلو ناروغیو په کموالي په تېره بیا د میندو او نویو زېږیدلو ماشومانو د مړینې په راکمېدو کې مهم رول لري.
له دې سره هممهاله، د روغتیا وزارت د ساحوي اپیدمیولوژۍ د پروګرام تخنیکي سلاکار میر اسلام سعید د ولایتونو او ولسوالیو کچې ته د دغه پروګرام پر غځېدو ټینګار وکړ.
هغه وویل: «زموږ موخه دا ده چې د هر ولایت په کچه، د اپیدمیولوژي یو داسې کارکونکی ولرو چې دې برخه کې یې زدهکړې لیدلي وي او له ولایتي هخوا باید په ولسواليو کې هم دغه ډول کارکونکي ولرو چې هلته هم روغتیايي خدمات وړاندې کړي.»
د ختیځې مدیترانې د عامې روغتیا د شبکې یا امفنت مسوولان چې افغانستان کې د ایپیډیمولوژی په برخه کې د روغتیايي کارکوونکو د روزنې مسوولیت پر غاړه لري، دغه پروګرام کې یې د عامې روغتیا له وزارت سره د تخنیکي او مالي همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
د یاد بنسټ د مرکزي دفتر استازي سیفالدین الهنداوي وویل: «موږ په امفنټ کې تل د پروګرام او اړتیاوو ملاتړ ته ژمن یو. موږ ډله افغانانو سره چې له ننګونو سره مخ دي، خواخوږي لرو او له هغو هڅو ملاتړ کوو چې د افغانستان د خلکو د روغتیايي وضعیت د ښه والي لپاره ترسره کېږي.»
ورته مهال، هغه روغتیايي کارکوونکي چې له شپږ میاشتنيو زدهکړو وروسته فارغ شوي، غواړي د نورو زدهکړو زمینه ورته برابره شي او په ټولنه کې عملي کار وکړي.
د دوی له ډلې یو هم احسانالله اشرف دی، نوموړي وویل: «زموږ غوښتنه دا ده چې دا پروګرام باید د ماسټرۍ کچې ته لوړ شي.»
دغه راز د شکیب امیري په نوم یوه بل تن وویل: «موږ باید د ولایتونو په کچه هم اپیدمیولوژیستان ولرو، څو د ساري ناروغیو له خپرېدو مخیوی وشي.»
دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د دغه پروګرام له پیل راهیسې له ۲۰۰ ډېر روغتیايي کارکوونکي د ساحوي اپیډمیولوژۍ په برخه کې روزل شوي او د فراغت سندونه یې ترلاسه کړي دي.
لومړی نظر وکړئ on "د روغتیا وزارت د ساحوي اپیډمیولوژۍ له څانګې ۲۹ کسان فارغ شول"