
د زابل په شاجوی کې د څه باندې ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت مارکیټونه جوړیږي
د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې د سوداګرو له لوري د څه باندې ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د سوداګریزو مارکیټونو د جوړولو چارې پیل شوي دي.
سوداګر وایي موخه يې د سوداګریزو چارو پراختیا ده، خو دولت دې سيمه کې د عامه خدمتونو وړاندي کولو برخه کې ورسره مرسته وکړي.
زابل کې سوداګر طلا محمد و ویل: « دغه سوداګریز مرکزونه د سوداګرۍ د پراختیا په نېت جوړیږي، چې د زیاتو رغنیز کارونه بشپړېدونکي دي. په دې سره به زموږ سوداګري زیاته او اقتصاد به ورسره غښتلی شي.»
بل سوداګر اختر محمد طلوع نیوز ته و ویل: « له دولت غوښتنه کوو، چې زموږ مارکېټونو ساحه کې راته عامه خدمتونه وړاندي کړي، ځکه تېر کال د ورښتونو له امله اوبه زموږ دوکانونو ته راغلې، چې وروسته په جنراتورونه ویستلې.»
سيمه ایز مسوولين وایي شاجوی کې جوړېدونکو سوداګريزو مرکزونو کې د سوداګرو لپاره ټولي اسانتیاوی په پام کې نيول شوي دي.
د زابل د شاجوی ولسوال خالد اخندزاده و ویل: « تاسو پوهېږئ، چۍ دې پانګونې سره به سوداګري وده وکړي. زموږ ټینګار دا دی، چې دلته د سوداګرۍ ټولې اسانتیاوې محیا کړو.»
د اقتصادي چارو شنونکي شرف الدین شرافت و ویل: « دا به د سوداګرۍ له اړخه مهمه لاسته راوړنه وي د زابل لپاره او زموږ کرنیز پیداوار په ځانګړې توګه مېوې پر وخت وپلورل شي.»
د زابل اوسېدونکي وایي، د سوداګريزو مرکزونو جوړېدل به د دغه ولایت د وچي او تازه مېوې د خرابېدو او زيان مخه ونيسي.
د زابل اوسېدونکي عبدالولي ریحان و ویل: « شاجوی مهمه سوداګریزه ولسوالي ده او دا ډول پانګونې اقتصادي فرصونه زیاتولی شي.»
د زابل شاجوی ولسوالۍ کې د سوداګريزو مارکېټونو سربېره زابلي سوداګرو د دغه ولایت په مرکز کلات کې هم تازه د ۶۰۰ مېلونه افغانيو په ارزښت د زرو دوکانونو د جوړولو طرحه د دغه ولایت د اقتصاد رياست ته سپارلې ده.
لومړی نظر وکړئ on "د زابل په شاجوی کې د څه باندې ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت مارکیټونه جوړیږي"