
د زلزلې له امله بې ځایه شوي د سرپناه غوښتنه کوي
په کونړ کې د ویجاړونکې زلزلې له امله بېځایه شوي کورنۍ د سرپناه جوړولو او د دوی اړتیاو ته د رسېدنې غوښتونکي دي.
د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ په دغه هوار میدان کې داسې ماشومان او کسان شته چې د یکشنبې شپې مرګونې زلزله کې یې د کورنۍ ډېری غړي له لاسه ورکړي دي.
د قرباني شوې کورنۍ غړې، حلیمه وايي: « دوه مې د تره زامن شهیدان شوي او یوه مې نیا شهیده شوې ده، د شپې ناڅاپه پر موږ قیامت شو.»
د قرباني شوې کورنۍ غړی، امین الله : « موږ ټول شپږ نفره وو، څه په کې مړه او څه ټپیان شوي دي او کلي هم ډېر مړي او ټپیان شته.»
د زلزله ځپلو سیمو اوسېدونکي له اړونده مسوولانو او مرستندویه بنسټونو څخه غواړي چې لارې او سرپناه ورته جوړې کړي.
د دوی په خبره ماشومان یې ناروغ دي او درملنې ته اړتیا لري.
د قرباني شوې کورنۍ غړی، محمد بلال وايي: « له خوراک پرته سړی دوه درې ورځې په نهاره تېرولای شي خو چې باران شي زموږ کېږدۍ نشته، زموږ ماشومان او میرمنې په هوار میدان ناستې دي.»
د قرباني شوې کورنۍ غړی، سراج الدین داسې وايي: « زموږ روغتیايي ډلې دیوه ګل درې ته له پکتیا ولایت څخه راغلي دي، یوازې نن مو د اتیا ناروغانو درملنه کړې ده.»
بل پلو دلته د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ دیوه ګل درې کې د ناروغانو درملنې په پار لنډمهالي روغتیايي پنډغالي جوړ شوي دي.
دغه رضاکار ځوانان له بېلابېلو ولایتونو د څوکۍ ولسوالۍ دیوه ګل درې ته د زلزله ځپلو لاسنیوي په موخه راغلي او دلته ورته خوراکي توکي وېشي.
روغتیاپال، اسدالله ګداخېل هم وايي: « زموږ روغتیايي ډلې دیوه ګل درې ته له پکتیا ولایت څخه راغلي دي، یوازې نن مو د اتیا ناروغانو درملنه کړې ده. »
رضاکار، ذبیح الله و ویل: « ډېر غټ ناورین رامنځته شوی دی، د حکومت ترڅنګ مو راغلي یوو او په خپل شخصي لګښت مو زیانمنو ته خوراکي توکي چمتو کړي دي.»
دا په داسې حال کې ده چې د دفاع وزارت په تېرو دوو ورځو کې د کونړ زلزله ځبلو ولسوالیو ته ۱۵۵ الوتنې ترسره کړي چې ۱۹۰۱ ټپیان او لس زره کیلوګرامه مرسته شوي توکي لېږدولي دي.
لومړی نظر وکړئ on "د زلزلې له امله بې ځایه شوي د سرپناه غوښتنه کوي"