د افغاني سرې میاشتې ټولنې شمېرې ښیي چې د روان لمریز کال له پیله تر دې دمه ۴۰۴ هغه ماشومان چې د زړه پر سوري ناروغیو اخته وو، درملنه یې شوې ده.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند، مدثر همراز وايي: «د روان ۱۴۰۳ کال له پیله تر اوسه نږدې ۴۰۴ هغه ناروغان چې د زړه سوري ستونزه لري، درملنه یې شوې ده. د هر ناروغ لپاره د درملنې لګښت په جلا توګه برابر شوی دی.»
ځینې کورنۍ وايي، د اقتصادي ستونزو له امله د خپلو ماشومانو درملنه نشي کولی او له همدې امله له جدي ستونزو سره مخ دي.
ابوبکر چې په دغې ناروغۍ اخته دی، پلار یې وايي: «کله چې موږ دلته راغلو، ویل یې چې د هغه وزن کم دی، او ډاکټرانو ټینګار وکړ چې باید جراحي ترسره شي. موږ له لویو ستونزو سره مخ یو، ځکه چې اقتصادي ستونزې لرو، او هر څه چې پیدا کړو، ډاکټر ته یې راوړو.»
خو یو ماشوم ولې پر سوري زړه ناروغۍ اخته کېږي؟
ډاکټر، الطاف حیدري په دې اړه وايي: «اومېندوارې مېندې باید د حمل په موده کې خپلې روغتیا او تغذیې ته ځانګړې پاملرنه وکړي. دویم، د کورنۍ دننه ودونه اکثراً د ماشومانو د زړه سوري ستونزو سره مخ کوي. درېیم، د حمل په موده کې د درملو بېځایه کارول هم خطرناک دي، او مېندې باید له دې کار ډډه وکړي.»
د افغاني سرې میاشتې ټولنې په وینا، دمګړۍ په هېواد کې شاوخوا ۱۴ زره ماشومان پر سوري زړه ناروغۍ اخته دي.
لومړی نظر وکړئ on "د زړه سوري په ناروغۍ د اخته څه باندې ۴۰۰ ماشومانو درملنه شوې"