
د سرحدي پولیسو لهخوا ۱۳۰ تورن کسان نیول شوي
د کورنیو چارو وزارت سرحدي پولیس وايي چې د سرحدي پولو، ډیورنډ فرضي کرښې او هوايي ډګرونو کې له سلو د زیاتو هدفي عملیاتو په ترسره کولو سره، توانیدلي چې د قاچاق او جعل کارۍ په ګډون له بېلابیلو جرمونو سره مبارزه وکړي.
د سرحدي پولیسو د ویاند په وینا، د دې عملیاتو په پایله کې، په بېلابېلو جرمونو څه باندې ۱۳۰ تورن کسان نیوشل شوي دي.
دا اقدام ښیي چې سرحدي پولیس نه یوازې له امنیتي ګواښونو سره مبارزه کوي، بلکې د هیواد ټولنیز او اقتصادي ثبات ساتلو کې هم مرسته کوي.
د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو د لوی ریاست ویاند، عابدالله فاروقي وايي: « زموږ پوله ساتو ځواکونو په تېرو شپږو میاشتو کې د سرحدي لارو، فرضي کرښې ډیورنډ او هوايي ډګرونو په اوږدو کې د ۱۰۲ عملیاتو په ترسره کولو سره، د جعلکارۍ او نورو جرمونو سره تړلي ۱۳۰ شکمن کسان نیولي دي. زموږ منسوبینو همدا راز د ناقانونه سفرونو مخه هم نیولې ده.»
د نظامي چارو شنونکي ټینګار کوي چې د سرحدونو مدیریت او له تنظیم شویو جرمونو سره مبارزه د نشه يي توکو، وسلو او نورو غیرقانوني توکو قاچاق کموي او همدارنګه هېواد ته د ترهګرو ډلو یا جرمي شبکو د ننوتلو مخه نیسي.
د نظامي چارو شنونکی، زلمی افغانیار وايي: « د افغانستان له مهمو مسایلو یو هم د سرحدي امنیت تامین دی. پوله ساتو ځواکونو د دقیقو او تخصصي پلانونو له لارې توانېدلي مجرمان ونیسي. همدارنګه په دې برخه کې له ګاونډیو هېوادونو سره همکاري او د معلوماتو تبادله مهمه ده.»
د سیاسي چارو شنونکی، ګل محمدالدین محمدي هم وايي: « د سرحدي پولیسو اقدامات د هغو کسانو د راننوتلو مخه نیسي چې د تخریبي عملیاتو نیت لري او همدا راز د نشه يي توکو او وسلو د قاچاق مخنیوی کوي.»
د افغانستان پولې نه یوازې د امنیتي دلایلو له امله مهمې دي، بلکې د هیواد په اقتصاد او قانوني سوداګرۍ کې هم مهم رول لوبوي.
د سوداګریزو توکو، نشه يي توکو او وسلو قاچاق کولی شي په سیمه ییزو بازارونو او مشروع پانګونو اغیزه وکړي.
لومړی نظر وکړئ on "د سرحدي پولیسو لهخوا ۱۳۰ تورن کسان نیول شوي"