
د سمنګان زلزلهځپلي: ژمنې نه دي عملي شوې، بېسرپناه پاتې یو
عبدالغفار، چې د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ د لړم د ۱۲مې زلزلې یو زیانمن دی، وايي چې له دې پېښې د څو اونیو له تېرېدو سره سره، لا هم مناسبې سرپناه ته لاسرسی نه لري.
زیانمن، عبدالغفار وايي: « زما دوه کلن زوی په زلزله کې شهید شو او د کورنۍ درې غړي، زما په ګډون، ټپیان شوي یو.»
دی چې درې میاشتې وړاندې له پاکستانه په غیر ارادي ډول تر بېرته ستنېدو وروسته په حضرت سلطان ولسوالۍ کې مېشت شوی و، په دې زلزله کې یې دوه کلن زوی له لاسه ورکړ او د کورنۍ درې نور غړي یې ټپیان شول.
د هغه په وینا، له ژمنو سره سره، تر اوسه پورې دوی ته هیچ سرپناه او مرسته نه ده برابره شوې.
عبدالغفار زیاتوي: « زموږ غوښتنه له حکومت دا ده چې سرپناه راته جوړه کړي څو زموږ عزت او ابرو وساتل شي.»
له دې سره هممهاله، د هوا په سړېدو سره، د حضرت سلطان ولسوالۍ نور زیانمن شوي خلک هم د مرستو له نه ورسېدو شکایت کوي.
دوی وايي چې شپې له سرپناه او لومړنیو اړتیاو پرته تېروي او د هوا په سړېدو سره یې اندېښنې لا زیاتې شوې دي.
اقاييګل، زیانمن وویل: «زموږ ټول کورونه ویجاړ شوي او د اوسېدو لپاره هیڅ ځای نه لرو. موږ د کور جوړولو توان نه لرو.»
امانګل، یو بل زیانمن هم وايي: «له اسلامي امارته غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي. په دې سیمه کې ډېر کورونه ویجاړ شوي دي. ژمی دی او په خیمو کې ژوند ممکن نه دی.»
د سمنگان ولایت ځایي مسوولان وايي چې د بشري مرستو د جذب لپاره هڅې دوام لري؛ خو تر اوسه دا مرستې په پراخه کچه زیانمنو ته نه دي رسېدلې.
د سمنگان د والي ویاند، فضل الرحمان عثماني بیا په دې اړه داسې وايي:« مسوولانو، کارکوونکو او بنسټونو په لومړیو ورځو کې د خلکو لاسنیوی وکړ او د هغوی لومړنۍ اړتیاوې یې پوره کړې.»
د لړم میاشتې د ۱۲مې زلزله چې مرکز یې د خلم ولسوالۍ وه، پر دې ولسوالۍ سربېره، د حضرت سلطان، فیروز نخچیر، درې صوف بالا، درې صوف پایین او د دغه ولایت مرکز هم زیانمن کړي دي؛ هغه سیمې چې اوسېدونکي یې لا هم د ژمنو شویو مرستو په تمه دي.
لومړی نظر وکړئ on "د سمنګان زلزلهځپلي: ژمنې نه دي عملي شوې، بېسرپناه پاتې یو"