د سوداګرۍ وزیر: د تولیداتو کچه لوړه شوې او ۸۰ هېوادونو ته صادرات روان دي

د سوداګرۍ وزیر: د تولیداتو کچه لوړه شوې او ۸۰ هېوادونو ته صادرات روان دي

د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر وایي، اوس مهال افغانستان له څه باندې ۸۰ هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه لري.

نورالدین عزیزي زیاتوي، په تېرو څلورو کلونو کې د تولیدي کارخونو شمېر له درې زره پنځه سوه څخه، شپږ زره پنځه سوه ته لوړ شوی دی.

عزیزي په دې اړه و ویل: «د افغانستان تولیدات یوازې کرنیز نه دي، بلکې صنعتي او معدني برخې هم رانغاړي او له مختلفو زنځیرونو سره تړلي دي. موږ هڅه کوو چې بېلابېل مارکېټونه ولرو.»

د هغه په خبره، د خامو توکو له صادراتو مخنیوی، د محصولاتو پر پروسس او برنډ جوړونې تمرکز د حکومت نوی اقتصادي سیاست دی.

نور الدین عزیزي ویلي، د کیفیت لوړولو، د نړۍوالو معیارونو پلي کولو او له هېوادونو سره د سوداګریزو او ټرانزیټي هوکړو په ځانګړي ډول له پاکستان سره د اپتا تړون د بیا را ژوندي کولو هڅې روانې دي. 

نوموړي د خپلو خبرو په دوام و ویل: «موږ په افغانستان کې د خامو توکو پلور بند کړی. په لومړیو ورځو کې چې د صنعتي انقلاب خبره مطرح شوه، د حاجي ملا صاحب، کابینې، اقتصادي او اداري کمیسیونونو په حضور کې مو د کارخونو جوړېدو وړاندیز وکړ. پوښتنه دا وه چې کارخونې په څه جوړې کړو، په داسې حال کې چې زموږ زړه وسپنه، معدني توکي او کرنیز محصولات په خامه بڼه صادرېدل.»

د صنعت او سوداګرۍ وزیر له خصوصي سکټور غوښتي چې د وارداتو پر ځای د تولید او صادراتو په برخه کې پانګونه وکړي.

هغه ډاډ ورکړی چې پر سوداګریزو فعالیتونو به جدي څارنه روانه وي څو د افغانستان محصولات د ځانګړي برانډ په نوم او د سیالۍ په کچه نړۍوالو بازارونو ته وړاندې شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د سوداګرۍ وزیر: د تولیداتو کچه لوړه شوې او ۸۰ هېوادونو ته صادرات روان دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*