د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ پر پيل او سیمه‌ییز نښلون پر پیاوړتیا ټينګار

💬0
منبع

د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ پر پيل او سیمه‌ییز نښلون پر پیاوړتیا ټينګار

په پېښور کې د یوې غونډې ګډونوالو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د بیا پرانیستلو او پراخولو، د سیمه ‌ییزو اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د سرحدي لارو د امنیت او قانوني سوداګرۍ ترمنځ د توازن پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

د ګډونوالو په وینا، بې ‌باوري او امنیتي ستونزو اقتصادي اړیکې کمزورې کړې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۲.۲۴ میلیارده ډالرو څخه ۷۵۴ میلیونه ډالرو ته راټیټه شوې ده؛ چې له امله یې پاکستان نږدې ۱.۵ میلیارده ډالره صادرات له لاسه ورکړي دي.

دغه راز د خیبر پښتونخوا والي ټینګار وکړ چې پاکستان له افغانستان او نورو ګاونډیو هېوادونو سره د دوه ‌اړخیزو اړیکو د پراختیا او سوداګرۍ زیاتوالي ته ژمن دی.

ورته مهال، د اقتصادي چارو شنونکی، محمد طاووس فرزاد وايي: «که څه هم اوس مهال زموږ سوداګري له هند، ایران، قطر او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره زیاته شوې ده او بدیلې لارې هم شته، خو هغه ځای او موقعیت چې پاکستان درلود، ښايي نور هېوادونه یې ونه لري؛ او دا زموږ لپاره تر ټولو نږدې لاره وه، او پخوا مو له دغه هېواد سره ډېر زیات تجارت درلود.»

په یاده ناسته کې بې ‌باوري او نا امني د سوداګرۍ د کمېدو بنسټیز عوامل وبلل شول او ګډونوالو غوښتنه وکړه چې سوداګري باید له سیاست څخه جلا شي.

دوی دغه راز سیمه ‌ییزې پروژې  لکه ټاپي او د ازبیکستان – افغانستان- پاکستان وړاندیز شوې د اوسپنې پټلۍ مهم فرصتونه وبلل، چې کولی شي افغانستان د سیمې په سوداګریز څلورلارې بدل کړي او د ټرانزیټ لګښتونه راکم کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالظهور مدبر وایي: «د سیمې د ودې او پرمختګ لپاره په طبیعي ډول سیمه‌ییز اتصال ته اړتیا ده، نو ځکه ځینې سیمه‌ییزې پروژې چې موږ پکې د ګډون هوډ لرو، لکه تاپي، افغان ټرانس او کاسا زر، اړتیا ده چې افغانستان او پاکستان له یو بل سره اقتصادي او سیاسي اړیکې ولري.»

خو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه هم د پاکستان پر سوداګریزې تګلارې په نیوکې سره وایي چې د کابل او اسلام‌ اباد ترمنځ د سوداګرۍ بیا پیل جدي او همغږې تګلارې ته اړتیا لري او د دواړو هېوادونو اړوند وزارتونه باید په دې برخه کې عملي او اغېزناکې پرېکړې وکړي.

د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې رییس، خان‌‌جان الکوزی وايي: «د نړۍ په تاریخ او نړیوال تجارت کې داسې سوداګریز وضعیت چې له افغانستان سره شوی، نه ثبت شوی او نه هم د نړیوال تجارت په تاریخ کې داسې ظالمانه چلند شته چې له موږ، زموږ له مال او سوداګریزو توکو سره شوی وي.»

ګډونوالو دغه راز خبرداری ورکړی چې امنیتي ستونزې لا هم د سوداګریزو لارو او د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره ستره ننګونه ده او له خوندي چاپېریال او باور جوړونې پرته به د سوداګرۍ دوامدار بیا رغونه سخته وي.

شنونکي باور لري چې د سرحدي لارو ژر بیا پرانیستل او له سیمه ‌ییزو پروژو ګټه اخیستل کولی شي د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ بیا را ژوندي کولو او اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ پر پيل او سیمه‌ییز نښلون پر پیاوړتیا ټينګار"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*