د سي ای اې پخوانۍ ماموره: ا.ا. محمود شاه حبیبي ال قاعدې ته سپارلی او هغه یې اعداموي

د سي ای اې پخوانۍ ماموره سارا اډمس وايي، ا.ا. افغان توکمه امریکايی محمود شاه حبیبي ال قاعدې ته سپارلی دی.

اغلې اډمس په خپل اېکس کې خبرداری ورکړ چې که متحده ایالات سملاسي اقدام ونه کړي، ” ال قاعده به یو امریکایی اعدام کړي.”

میرمن اډمس زیاتوي ” نږدې راتلونکی کې اعدام د حبیبي په تمه دی، خو زموږ حکومت پرې سترګې پټوي.«

محمود شاه حبیبي د«ای‌ ار‌ اکس کمیونیکیشن» شرکت له ۲۹ نورو کارکوونکو سره په ۱۴۰۱ کال کې ونیول شو.

حبيبي د پخواني افغان حکومت د ملکي هوايي چلند د ادارې مشر و.

د کابل په شيرپور کې د ال قاعدې پخوانی مشر تر وژل کېدو يوه ورځ وروسته هغه ونيول شو.

ا.ا. دغه شرکت تورن کړی چې د ایمن الظواهري په نښه کولو کې یې د امریکا له حکومت سره مرسته کړې ده. خو دغې ډلې تر اوسه د حبيبي نيول کېدل نه دي تاييد کړي.

تر دې مخکې د ا.ا. وياند ذبيح الله مجاهد ويلي و، چې د امريکا له استازو سره يې د بنديانو د تبادلې په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي مجاهد د ګونتانامو کې له زندانه د یو ا.ا. مهاجر الافغاني خوشې کول د دغې ډلې له خوا د نیول شویو امریکايي اتباعو د خلاصون یو شرط وباله.

د ا.ا. له خوا محمود شاه حبیبي له نیول کېدو دوه کاله وروسته او تېره میاشت د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې اعلان وکړ، چې د هغه په ​​اړه معلومات نه لري.

اوس د سي ای اې پخوانۍ ماموره وايي چې ا.ا. د امریکا حکومت ته د حبیبي د نیولو او له ال قاعده سره د هغه د ملاتړ په اړه “دروغ” ویلي.

سارا اډمس له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له ا.ا. سره د امریکا پر همکارۍ د نیوکې ترڅنګ وویل چې زموږ حکومت هم ا.ا. په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد متحد ګڼي.

د روان کال په وږي میاشت کې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې مرستیال ویلي وو چې سي ای اې له درېو کلونو راهیسې له ا.ا. سره خپلې اړیکې په مختلفو لارو ساتلي دي.

هغه زیاته کړه: ” موږ په دې موده کې له هغوی [ا.ا. ] سره په مختلفو لارو تماس کې یو، ځکه هغوی د ال قاعدې او داع ش خراسان په وړاندې د مبارزې هڅې کړې دي.”

ډیویډ کوهن همداراز ادعا وکړه؛ چې په ټوله نړۍ کې د «ترهګرو په مرکز د افغانستان د بدلېدو په اړه بوږنونکي وړاندوینې ناسمې وې.»

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د سي ای اې پخوانۍ ماموره: ا.ا. محمود شاه حبیبي ال قاعدې ته سپارلی او هغه یې اعداموي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*