سپيس ايکس د لومړي ځل لپاره د “سپیس واک” تر سره کولو لپاره په پنځه ورځني (پولاریس ډاون) ماموریت کې فضا ته څلور ستورمزلي واستول.
د دې خطرناک ماموریت هدف د نوي فضايي لباسونو ازموینه او ساینسي څېړنې ترسره کول دي.
ستورمزلی په دې ماموریت کې د دوی د ترمیم شوي ډریگن کیپسول سره فضا ته لاړ.
دغه ماموریت چې د میلیاردر سوداګر جیرډ ايزاکمن له خوا تمویل شوی لومړی شخصي فضايي سفر دی.
ایزاکمن تر دې وړاندې د سپيس ايکس سره د انسپريشن ۴ ماموريت بشپړ کړی و.
دا ځل هغه د امریکا د هوایی ځواک متقاعد پیلوټ سکاټ پوټیټ او د سپيس ايکس دوه کارمندانو، سارا ګیلس او انا مینن سره یو ځای فضا ته سفر کړی دی.
دغه فضايي سفر په ځايي وخت د سهار په ۵:۲۳ دقیقو په فلوریډا کې د ناسا له کینیډي فضایي مرکز څخه وشو.
څنګه چې د ډریګون کیپسول د خپل ملاتړې کڅوړې څخه جلا شو، د ځمکې یو انځور یې ښکاره کړ، چې د لمر د رڼا له خوا روښانه شوی.
تاریخي ماموریت
دا ماموریت نه یوازې چې یو شخصي سفر و، بلکې د دې لپاره هم تاریخي اهمیت لري، چې په ۱۹۷۲ کال کې د اپولو پروګرام راهیسې له ځمکې څخه تر ټولو لرې الوتنه وه.
ستورمزلي به په بیضوي مدار کې ځای پر ځای شي او د ځمکې څخه به د ۱۹۰ او ۱۴۰۰ کیلومترو ترمنځ سفر وکړي.
د دې عملیاتو په جریان کې پوټیټ او مینون د کیپسول دننه پاتې کیږي او ایزاکمن او ګیليس د کیپسول څخه ایستل کیږي او د اکسیجن ټیوبونو سره نښلول کیږي.
علمي اهداف
د سپيس ایکس د فضايي نوي لباسونو د ازموینې سربیره دا ماموریت هڅه کوي د کاسمیک وړانګو اغیزو او د انسان په بدن کې د خلا پورې اړوند ساینسي څېړنې ترسره کړي.
دا څېړنې به په نړۍوال فضايي سټیشن کې د ستورمزلو په اړه د لسیزو څېړنو ته یوه ځانګړې اضافه وکړي.
لومړی نظر وکړئ on "د سپیس ایکس لومړۍ شخصي فضایي سفر؛ د فضايي “پولاریس ډاون” ماموریت پیل شو"