
د سړو خونو کموالی او د محصولاتو د خوسا کېدو اندېښنې
افغانستان کې د معیاري سړو خونو د نشتوالي له امله، کروندګر د خپلو کرنیزو محصولاتو د ساتنې په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي. دا ستونزه د دې لامل شوې چې د محصولاتو لویه برخه بازارونو ته تر رسېدو مخکې، خوسا شي، چې د کروندګرو د عاید پر کمېدو سربېره یې د کار د دوام لپاره د هغوی انګېزه هم کمه کړې ده.
د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر کروندګر وايي، د محصولاتو د ساتلو د مناسبو ځایونو نشتوالی د دې لامل شوی چې خپل محصولات له خوسا کېدو مخکې په ټیټه بیه وپلوري.
کروندګر، زین العابدین په دې اړه وايي: سړې خونې نه لرو، یوه خریطه مېوه چې وزن یې یو کیلو هم نه وي، موږ یې په ۳۰ افغانۍ پلورو، حال دا چې د یوه کیلو بیه یې تر پنځو افغانیو هم کمه راځي. دا کار موږ ته هېڅ ګټه نه لري. که محصولات مو پاخه شي او سړه خونه موجوده وي، نو همدغه مېوې به دوه یا درې سوه افغانیو ته وپلورل شي.
یو بل کروندګر، نقیب الله وايي: سړه خونه نه لرو. کله چې مو محصولات پخېږي، زموږ ترکارۍ ډېرې ارزانه پلورل کېږي؛ ان تر دې چې یو من سبزي په ۳۰ افغانیو هم پلورل کېږي.
حبیب الله هم چې یو بل کروندګر دی وايي: که سړه خونه جوړه شي او زموږ محصولات لکه کچالو او پیاز پکې وساتل شي، دا به ډېره مرسته وکړي. دا زموږ غوښتنه له اسلامي امارته ده چې سړې خونې دې جوړې کړي.
د دې ستونزې په غبرګون کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د هېواد په شپږو ولایتونو کې یې د شپږو نویو سړو خونو د جوړولو چارې پیل کړې دي.
د دغه وزارت ویاند وايي، اوسمهال په ټول هېواد کې ۳۲ فعال سړې خونې شته چې ۹ یې دولتي او پاتې نور یې خصوصي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، غلام محمد کاظم شهامت بیا وايي: په شپږو ولایتونو کې د شپږو سړوخونو د جوړېدو کار، چې د هرې یوې د ذخیره کولو ظرفیت یې ۵۰۰۰ ټنه دی، بشپړ شوی دی. د دغې پروژو په بشپړېدو سره به د هېواد د کروندګرو د کرنیزو محصولاتو د ساتنې ستونزې د پام وړ را کمې شي.
که څه هم افغانستان یو کرنیز هېواد دی، خو د سړو خونو نشتوالی د کرنیزو محصولاتو د خوسا کېدو لامل کیږي.
دا هغه ننګونه ده چې هر کال کروندګر ترې شکایت کوي، ځکه دا مسأله دوی زیانمیوي.
لومړی نظر وکړئ on "د سړو خونو کموالی او د محصولاتو د خوسا کېدو اندېښنې"