د سړکونو خرابوالي له امله د دره نور د اوسېدونکو ستونزمن ژوند

د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ د لرې پرتو درو اوسېدونکي د لارو له خرابوالي شکایت کوي.

دوی وايي د سړکونو خرابوالي له امله خپل ناروغان پر وخت روغتونونو ته نشې رسولی او له مسوولینو غواړي څو دغې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

‎د دره نور ولسوالۍ اوسېدونکي، احمد اقبال و ویل: « موږ چې یو ناروغ له دغه ځایه بهر کوو په ډېرو مشکلاتو سره جلال اباد ته رسېږو؛ په لاره کې رانه مري شفاخانو ته چې ورسېږي عادي مریض چې دوه ورځې بستر وي، دا څلور پنځه ورځې بستر کوي.»

د دغې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي، بازګل هم و ویل: « شپږ، اووه ، اته کلي دي، چې په دې خامه سړک پراته دي، لکه اُتران، داسې ااتران نه ونیسه مجګنډول، چوه، لمټک، ستن، لغیک، سرغلیک، بمبه کوټ، شېمُل، کندک او شُګیالۍ نه پورته دغه سړک خامه دی.»

د دره نور ولسوالۍ ښکلې او شنو درو ته د غځېدلو لارو خرابوالي دغو درو ته د سېلانیانو تګ راتګ هم ستونزمن کړی دی. 

د دې لارې یو شمېر موټر چلوونکي هم وايي، د لارو خرابوالي له امله ګټلې پیسې بېرته د موټرو پر جوړولو لګوي.

موټر چلوونکي، دریاب خان و ویل: «‎ میاشت دوه میاشتې چې وګټو نو کوم عوارض چې پیدا شي؛ نو د دوو میاشتو مزدوري بیا پرې خرچه کوو.»

یو بل موټر چلوونکي، منور هم و ویل: «‎ شل کاله وشو سړک مو خامه دی ګاډی خرابېږي مریض وي، ډېر مشکلات وي.»

خو سیمه ییز مسوولین وايي د دره نور په ګډون د ټولو هغو ولسوالیو درو ته چې غځېدلې لارې یې خرابې دي د جوړولو چارې د یو ځانګړي پلان له مخې پیل کړي.
    
د ننګرهار د ټولګټو چارو ریاست د کار او ودانیزو چارو آمر، منصور ساپي و ویل: « انشاءلله هغه سړکونه چې د ټولګټو ریاست په ساحه کې دي انشاءالله د ټولو پلان شته سړکونه داغ ګیریانې وکړو ترمیم یې وکړو او همدا راز هغه نوي سړکونه چې دي چې پلان کې شامل کړو.»

د ننګرهار د ټولګټو چارو ریاست د مالوماتو لمخې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې ۲۸ کیلومټره سړک چې د ورښتونو او سېلابونو له امله ویجاړ شوي و رغول شوی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د سړکونو خرابوالي له امله د دره نور د اوسېدونکو ستونزمن ژوند"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*