د طالبانو اړوند المرصاد رسنۍ د طالبانو د استخباراتو له قوله لیکلي، چې د کندهار وروستی ځانمرګی بریدګر د پاکستان له پلوچستان دغه ولایت ته راغلی و.
دا رسنۍ د طالبانو د یوې امنیتي سرچینې په حواله وايي، د کندهار برید د ځانمرګی مادیاروف اسدبیک په نوم د منځنۍ اسیا د یو هیواد وګړي کړی دی.
دغه برید د کندهار ښار لومړی حوزې ته مخامخ د نوي کابل بانګ مخې د تېرې پنجشنبې په ورځ وشو.
نوی کابل بانک د تېر جمهوریت په څېر هم له طالبانو سره د تړون له مخې د دې ډلې د نظامیانو تنخا اجراه کوي.
د کندهار میرویس روغتون کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته پرون وویل، چې په دغه ځانمرګي برید کې ۴۳ تنه وژل شوي او ۴۵ ټپيان دي.
د دغه برید مسوولیت داعش په غاړه واخېست او ویې ویل دا برید د دغې ډلې یو غړي معاویه پنجشیري کړی دی.
تر برید درې ورځې وروسته طالبانو ته نږدې المرصاد وېپپاڼې چې د داعش خراسان اړوند راپورونه خپروي، د دې برید په اړه تازه معلومات خپاره کړي دي.
المرصاد وایي؛ دا برید مادیاروف اسدبیک کړی او نوموړی له یو بل ملګري سره دوه میاشتې د مخه د پاکستان د بلوچستان صوبه کې د داعشیانو له خراسان څانګې سره یو ځای شوی و.
د دې رسنۍ د راپور له مخې، دوی دواړه په تېرو دوو میاشتو کې په بلوچستان کې فکري او عقیدوي روزنه تر لاسه کړې ده.
د طالبانو امنیتي ادارو د معلوماتو له مخې ځانمرګی مادیاروف اسدبیک له برید څو ورځې د مخه کندهار ته داخل شوی او د کندهار برید یې ترسره کړ
د طالبانو د سرچینو له قوله المرصاد زیاتوي چې بلوچستان اوس د داعشیانو د خراسان څانګې یو له مهمو مرکزونو څخه دی.
په دې ایالت کې داعشیان پټنځي، د روزنې مراکز او د بم جوړونې ورکشاپونه لري.
المرصاد لیکلي، چې د خراسان څانګې مشر شهاب المهاجر او د نوموړي نږدې همکاران هم په بلوچستان کې مېشت دي او له همغه ځایه په افغانستان او نوره نړۍ کې بریدونه تنظیموي.
المرصاد زیاتوی چې د ایران د کرمان برید هم د پاکستان د بلوچستان ایالت څخه د (طارق او عبدالله) په مستعار نومونو د یوه تاجکستاني تبعه له لوري تنظیم شوی وو او نوموړی د یاد برید له مهمو طراحانو څخه وو.
المرصاد په اخر لیکلي، چې په پاکستان کې هم داعشیان د دغه هیواد پوځ سیاسي مخالفین، د غرب مخالف دیني علماء کرام او پاکستاني بلوڅ ملتپال په نښه کوي.
المرصاد په داسې حال کې دغه ادعا کوی، چې د دې ډلې مشران او وسلوال او د دوی د کوټې شورا د پاکستان پلوچستان کې مېشته وه او پټنځي درلودل چې له دغه ځایه یې د تېر افغان حکومت پرضد جګړه پرمخ بووله.
لومړی نظر وکړئ on "د طالبانو سرچینې: د کندهار د وروستي خونړي برید ځانمرګی له پاکستان راغلی و"