د فاریاب اوسېدونکو د ښوونځي جوړېدو لپاره ۲۰ جریبه ځمکه وقف کړې

Loading

د فاریاب د پوهنې رییس وايي، ددغه ولایت اوسېدونکو د ښوونځيو جوړولو په موخه شل جریبه ځمکه په وړیا ډول دغه ریاست ته ورکړې ده.

نوموړی وايي د متوازن پرمختګ، تضمین کیفیت او ښوونیزې اسانتیاوې په برخه کې ددغه ولایت د پوهنې ریاست لازیات ملاتړ ته اړتیا لري.

د فاریاب د پوهنې رییس، محمد طاهر جواد و ویل: تر دې دمه پوهنې ریاست نږدې شل جریبه ځمکه پوهنې ریاست ته ورکړ شوې ده. په ډيری برخو یې ښوونځي جوړو او دا لړۍ به دوام وکړي.

د فاریاب اوسېدونکي وايي د پوهنیز بهیر ملاتړ او زده کوونکو ته د مناسب ښوونیز چاپیریال رامنځته کولو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

دوی ددغو هڅو موخه پخپلو سیمو کې د پوهنې پياوړتیا، غربت او بېسوادۍ کچې ټیټول ګڼي.

د فاریب اوسېدونکی، عبدالخلیل وايي: موږ د زده کړو لپاره ځمکه څه چې، خپل ځانونه قرباني کوو. دا ځمکه مو ددې لپاره ورکړې چې اولادونه مو زده کړې وکړي او موږ له بې وزلۍ و وځو.

د فاریاب یو بل اوسېدونکی، غلام سخي بیا وايي: زموږ ماشومان تر ونو لاندې دی او شنه اسمان لاندې زده کړې کوي. د همدې لپاره له تاسې غواړو چې زموږ ښوونځي ژر ودان شي.

د دغې سیمې یو بل اوسېدونکی، جان محمد وايي: زموږ ستونزې به ان شالله د ښوونځي له جوړېدو سره سل سلنې حل شي.

د فاریاب د پوهنې ریاست د معلوماتو پربنسټ دغه ولایت کې ۴۹۸ ښوونځيو لمنځه ۱۵۵ ښوونځي ودانۍ نلري او له ۸۲ زره زیات زده کوونکي د ونو تر سیوري لاندې، کرايي کورونو، جوماتونو  او یاهم په پرانیستې فضا کې زده کړې کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د فاریاب اوسېدونکو د ښوونځي جوړېدو لپاره ۲۰ جریبه ځمکه وقف کړې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*