د فرانسې دوهم پړاو ټاکنې؛ مکرون د سخت‌دریځو د بري د مخنيوي هڅه کوي

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون او د هغه متحدینو د دوشنبې په ورځ جولای اوله (چنګاښ ۱۱) ددغه هېواد په مقننه قوه کې د دوهم پړاو ټاکنو وړاندې ددې لپاره د یوې اونۍ سخت کمپاین پیل کړ چې د سخت دریځو ښي اړخو له خوا په لومړي ځل د مطلق اکثریت ګټلو او حکومت جوړولو مخنیوی وکړي.

د مارین لو پین په مشرۍ ښي اړخي “ملي شورا” ګوند د یکشنبې په ورځ د ټاکنو په لومړي پړاو کې تر نورو ګوندونو زیاتې رایې تر لاسه کړې، د کیڼ اړخو ایتلاف دوهم او د مکرون منځلاری ګوند دریم ځای لري.

خو د جولای په اوومه د دوهم پړاو ټاکنو څخه مخکې ټول پام دې ته اوښتی چې ایا ښي اړخي به په پارلمان کې مطلق اکثریت وګټي چې له مخې به یې دا ګوند وتوانیږي چې د خپل بل ۲۸ کلن مشر جورډن بارډیلا په مشرۍ حکومت جوړ کړي.

مکرون په یو لیکلي بیان کې په دویم پړاو کې د ښي اړخو پر وړاندې د “پراخ” ایتلاف رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.

د راتلونکې اونۍ له ټاکنو وړاندې، د فرانسوي څېړنیزو ادارو ډیری اټکلونه ښيي چې ښي اړخي ښايي مطلق اکثریت ترلاسه نکړي.

ددغه وضعیت له کبله د فرانسې د پارلمان د څو میاشتو سیاسي ګډوډیو له خطر سره په داسې حال کې مخامخ دی چې پایتخت پاریس په دې دوبي کې د المپیک لوبو د کوربه توب لپاره چمتووالی نیسي، او فرانسه په نړیواله کچه د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین په ملاتړ کې مهم رول لوبوي.

د فرانسې صدراعظم ګابریل اتل، چې احتمال لري له دویمې دورې وروسته استعفا ته اړ شي، خبرداری ورکړ چې ښي اړخي اوس د “واک ترلاسه کولو په درشل ” کې دي او ټینګار یې وکړ چې “ملي شورا” باید په دوهم پړاو کې “یوه رایه” ترلاسه نکړي.

د کیڼ اړخي اتحاد یو کلیدي مشر رافیل ګلکسمن وویل: “موږ اووه ورځې لرو چې فرانسه له ناورین څخه وژغورو.”

د یکشبنې په ټاکنو کې ښې اړخو ۳۳ سلنه، د کیڼ اړخو “نوي مخکښې جبهې ټلوالې” ۲۸ سلنه او د مکرون منځلاري ګوند شاوخوا ۲۰ سلنه رایې ترلاسه کړي دي.

خو په لومړي پړاو ټاکنو کې له ۱۰۰ څخه د کمو څوکیو پرېکړه کیږي او د ۵۷۷ څوکیو لرونکې ملي اسامبلې وروستی جوړښت به د دوهم پړاو رایې اچونې په نتیجه کې روښانه شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د فرانسې دوهم پړاو ټاکنې؛ مکرون د سخت‌دریځو د بري د مخنيوي هڅه کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*