د فراه د بخش‌اباد بند د تونلونو چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

د فراه د بخش‌اباد بند د تونلونو چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

د فراه د بخش‌اباد بند د تونلونو جوړولو چارې ۸۵ سلنې مخته تللي او په وروستیو پړاوونو کې دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، دغه بند د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د فراه‌رود پر سیند جوړیږي او لویدیځ کې د اوبو مدیریت مهمه پروژه ده.

بخش‌اباد بند د ۶۸ زره هکټاره ځمکې د خړوبولو او ۲۷ میګاواټه برښنا د تولید وړتیا لري. 

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند، مطیع‌الله عابد و ویل: «د فراه ولایت د بخش‌اباد بند پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت له مهمو پروژو ده، چې د لومړي فاز چارې یې تر ۸۵ سلنې پرمخ تللې دي. دا پروژه د اوبو د مدیریت لپاره یوه ستره پروژه ده چې کولای شي ۶۸ زره هکټاره ځمکه خړوبه او ۲۷ میګاواټه برښنا تولید کړي.» 
 
ځینې کارپوهان د هېواد د اوبو بندونو په جوړولو کې د پانګونې مثبتو اغېزو ته په نغوتې سره ټینګار کوي چې د بخش‌اباد بند پر اقتصادي اهمیت سربېره، د خوړو د خوندیتوب او په سیمه کې د اوبو د مدیریت په برخه کې مهم رول لري.

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالظهور مدبر و ویل: «فراه د افغانستان له ګرمو سیمو ده او ډېری ځمکې یې لا هم نه دي کارول شوي. نو دغه ولایت کې هر بند زموږ اقتصاد ته ګټه رسوي او د اوبو مدیریت او کرنې میکانیزه کولو په برخه کې مهم دی.»
 
د اقتصادي چارو بل شنونکي، محمد اصف ستانکزي و ویل: «یو مهمه ګټه یې دا ده چې زموږ اوبه مهاریږي او په کرنیزه برخه کې کارول کیږي. له اوبو د برښنا تولید کولای شي په دوه یا درې سکټورونو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.» 

د اوبو او انرژۍ وزارت د مالوماتو لمخې، د بخش‌اباد بند د موسمي سېلابونو د کنټرول او دغلته د انرژۍ د اړتیاو د پوره کولو سربېره، د فراه د خلکو د ژوند په ښه کولو او د کرنیزو حاصلاتو په زیاتولو کې مهم رول لوبولای شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د فراه د بخش‌اباد بند د تونلونو چارې بشپړېدو ته نږدې شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*