د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، په ملګرو ملتو کې د دغه هیواد استازې عالیه احمد بن سیف ال ثاني د دې سازمان د سرمنشي له مرستیالې روزماري ډي کارلو سره د افغانستان په هکله د دوحې د څلورمې غونډې پر جوړېدو خبرې کړې.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دې غونډې د وخت په اړه څه نه دي ویلي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۹ مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دغه هېواد استازې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له چارواکو سره کتلي دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، چې په دې لیدنه کې دوی د دوحې په دریمه غونډه کې د «مثبتو پرمختګونو» د کارولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د دغې خبرپاڼې له مخې، مېرمن ډي کارلو او په ملګرو ملتونو کې د قطر دايمي استازې هم په څلورمه غونډه کې د دوحې د درېيمې غونډې له پايلو څخه په ګټې اخيستنې ټينګار کړى دى.
د دوحې دریمه ناسته د همدې کال د چنګاښ په میاشت کې د قطر په پلازمینه کې د دوو ورځو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې روزماري ډی کارلو په مشرۍ جوړه شوه.
د ا.ا. استازو په لومړي ځل د دوحې په څلورمې ناسته کې ګډون وکړ.
په دې غونډه کې ښځې، مدني ټولنې او د ا.ا سیاسي مخالفینو ګډون نه درلود.
د ښځو او مدني ټولنې نه شتون د نړیوالو سازمانونو، بشري حقونو د ډلو، افغان ښځینه فعالانو او د دغه هېواد د پخوانیو چارواکو له خوا په پراخه کچه نیوکې وشوې.
روزماري ډی کارلو، چې د دوحې د دریمې غونډې مشري یې کوله وویل؛ هغه د دوحې د دریمې غونډې له نیوکو څخه پوره خبر ده.څلورمې
د دوحې د درېیمې ناستې په پای کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټینګار وکړ، چې دغه بهیر او له ا.ا. سره خبرې اترې د اړیکو د عادي کېدو یا د ا.ا. د رسمي کېدو په مانا نه دي.
روزماري ډی کارلو وویل، چې د ملګرو ملتونو پالیسي دا ده څو خلک د پریکړو په محور کې وي او ښځې هم د خلکو ترڅنګ وي.
لومړی نظر وکړئ on "د قطر حکومت د دوحې د څلورمې غونډې د جوړېدو خبر ور کوي"