
د قوشتیپې کانال د کېندنې چارې ٩٣ سلنې مخکې تللي
د قوشتېپې کانال پروژه د افغانستان د خوړو خوندیتوب لپاره یوه سټراټيژیکه پروژه ده.
د اسلامي امارت مسوولانو تل ویلي چې دا کانال به د هېواد شمالي سیمو کې د کرنیزو ځمکو په خړوبولو سره د خوراکي صنایعو د پراختیا، کارموندنې او صادراتو لپاره یو یو بې ساری فرصت برابر کړي.
د ملي پراختیا شرکت اعلان کړی چې د دغه کانال د دویم فاز د کېندنو چارو ۹۳سلنه پرمختګ کړی دی.
د ملي پراختیا شرکت ویاند نبيالله ارغندیوال طلوعنیوز ته و ویل: «د دویم فاز د کېدندنې چارې تقریبا ۹۳ سلنې پر مخ تللي دي. همدارانګه د دې ستر کانال د سربند جوړلو چارې ۸۲ سلنې پر مخ تللي دي او د دې کانال په مسیر کې یو شمېر پلونه او د اوبو د تنظیمونکو ساختمانونو چارې هم روانې دي.»
د نوموړي په وینا، د قوشتېپې کانال پروژه به پر ټاکل شوي وخت، نړیوالو معیارونو ته په پام سره بشپړه شي.
ځینې کارپوهان وايي چې که د قوشتېپې کانال پروژه بشپړه او د اوبو د وېش په برخه کې ښه مدیریت وشي، نه یوازې به د خلکو لپاره کاري فرصتونه رامنځته شي، بلکې د خلکو اقتصاد به هم وده وکړي او افغانستان به د کرنیزو محصولاتو په برخه کې ځانبسیاینې ته نږدې شي.
د اقتصادي چارو شنونکی قطبالدین یعقوبي وایي: «د قوشتېپې کانال چې په سیمه کې یو ستر کانال شمېرل کیږي، له بشپړېدو سره به یې کرنیزو ځکو ته د ابو په برابرولو کې او د کرنیزو محصولاتو له اړخه ځان بسیاینې ته د افغانستان په رسېدو کې مرسته وکړي.»
اوسمهال د قوشتېپې کانال د دویم فازد کېندنو، د پلونو او سربند د جوړولو په ګډون د دغه کانال پر بېلابېلو برخو کار روان دی.
په پام کې ده چې دا کانال، چې د افغانستان د اوبو لګولو له سترو پروژو ګڼل کېږي، د بلخ، جوزجان او فاریاب په درېیو ولایتونو کې څه باندې ۵۰۰ زره هکټاره ځمکې خړوبې کړي.
لومړی نظر وکړئ on "د قوشتیپې کانال د کېندنې چارې ٩٣ سلنې مخکې تللي"