
د مارچ اتمه؛ د ښځو نړۍواله ورځ او د افغان ښځو او نجونو غوښتنې
نن (یکشنبه) د مارچ میاشتې اتمه چې د ښځو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.
دا ورځ په ټوله نړۍ کې د ښځو د حقونو او د هغوی د لاسته راوړنو د درناوي لپاره نمانځل کېږي.
موږ په همدې ورځ کابل ښار کې د ښځو د خیاطۍ یوې کارګاه ته ولاړو.
په دې کارګاه کې د زینب په نوم یوه میرمن کار کوي چې اوس له همدې لارې خپلې کورنۍ ته د نفقې پیدا کولو په هڅه کې ده.
د زینب په خبره، مېړه یې ناروغ دی او د کار کولو توان نه لري؛ نو له همدې امله اړ شوې چې په دې خیاطۍ کارګاه کې کار وکړي.
هغې وویل: «مېړه مې شته خو کار نه شي کولی. زما اولادونه ټولې نجونې دي؛ نجونې مې په ښوونځیو کې وې، خو اوس ښوونځي تړل شوي او ټولې په کور کې دي.»
له دې ورځې سره هممهاله، یو شمېر هغه زدهکوونکې او محصلې چې له زدهکړو بېبرخې شوې، یو ځل بیا د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کوي.
محصله مروه چې اوس پوهنتون ته د تګ اجازه نه لري وايي: «ما مخکې زدهکړې کولې، خو اوس چې دا حالت رامنځته شوی، پوهنتونونه او ښوونځي ټول تړل شوي دي؛ نو موږ خیاطۍ ته مخه کړې او د کورنۍ لپاره نفقه ګټو.»
صدف هم ورته حالت لري: «زما غوښتنه له اسلامي امارت څخه دا ده چې د ښوونځیو دروازې دې زموږ پر مخ پرانیستل شي؛ ښځې هم د زدهکړې حق لري او باید د هېواد ټولو ښځو ته د زدهکړې حق ورکړل شي.»
د مارچ اتمه په ۱۹۷۷ کال کې د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو له لوري ونومول شوه.
د دې ورځې ریښه د ۱۸۵۷ کال هغو مبارزو ته رسېږي چې د نیویارک ښځینه کارګرانو د ښو کاري شرایطو لپاره کړې وې.
په ډېرو هېوادونو کې په دې ورځ د ښځو د ستاینې لپاره ځانګړي مراسم، غونډې او پروګرامونه جوړېږي.
لومړی نظر وکړئ on "د مارچ اتمه؛ د ښځو نړۍواله ورځ او د افغان ښځو او نجونو غوښتنې"