
د ماشومانو له خوا د ګرځنده ټيليفونونو ډېر کارول؛ د کورنیو تازه اندېښنه
د ماشومانو له خوا د ځيرک ټیلیفون ډېر کارول په دې ورځو کې په هېواد کې د کورنیو یوه جدي ننګونه ګرځېدلې ده.
د حفیظ پلار چې د خپلو ماشومانو له لوري د ځيرک ټيلیفون ډېر کارولو ته اندېښمن دی، پرېکړه کړې چې د ځيرک ټیلیفون کارولو ته »په ورځ کې دوه ساعته وخت« ځانګړی کړي.
د کابل یو اوسېدونکی عبدالرشاد قدیري وايي: »د دوی لپاره باید یو ځانګړی وخت وټاکل شي، لکه څنګه چې ما ټاکلی دی. که ماشومان په ټیکنالوژۍ یا ګرځنده ټیلیفونونو پورې ډېر وتړل شي، نو د خپلې مور او پلار او کورنۍ له مینې لېرې کېږي.«
دا یوازې د یوې کورنۍ کیسه نه ده، زرګونه کورنۍ د اندېښنې او اړتیا تر منځ له دغه راز وضعیت سره مخ دي. پخوا ګرځنده ټيلیفون یوازې د اړیکو وسیله وه، نن بیا د ماشومانو لپاره بشپړه نړۍ ده؛ هغه نړۍ چې تل هم خوندي نه وي.
ډاکټران خبرداری ورکوي چې د ماشومانو له خوا د ځيرک ټيلیفونونو او ټولنیزو رسنیو ډیر کارول د هغوی پر رواني او فزیکي روغتیا جدي منفي اغېزې لري.
ډاکټر محمد پژمان صدیقي وايي: »ماشومان معمولاً په یوه بشپړه جلا نړۍ کې ژوند کوي. د دوی په چلند، خبرو اترو او ان د فکر کولو په طریقه کې منفي بدلونونه رامنځته کېږي.«
یو بل ډاکټر شکیل یوسفزی زیاتوي:»د ګرځنده ټلیفونونو ډیر کارول په ماشومانو کې د سترګو د سوروالي، خارښت او ډېر رپېدو لامل کیږي؛ دا فزیکي ستونزې ورځ په ورځ زیاتیږي.«
دا په داسې حال کې ده چې اسټرالیا لومړنی هېواد شو چې له ۱۶ کلونو د ټیټ عمر کسانو لپاره یې ټولنیزې شبکې په بشپړه توګه منع کړې؛ هغه ګام چې په ګرځنده ټیلیفون پورې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو تړاو راکموي.
په افغانستان کې لا هم داسې ماشومان شته چې په پارکونو کې له ګرځنده ټیلیفون او ټولنیزو پاڼو لېرې، پر ماشومانه لوبو بوخت دي؛ هغه څه چې هیله راټوکوي- د واقعي لوبو، رښتینو خوښیو او هغه ماشومتوب هیله چې د لمر تر رڼا لاندې رامنځته کېږي، نه د ګرځنده ټیلیفون د سکرین تر نیلي رڼا لاندې.
لومړی نظر وکړئ on "د ماشومانو له خوا د ګرځنده ټيليفونونو ډېر کارول؛ د کورنیو تازه اندېښنه"