د ماشومانو په منځ کې د خوارځواکۍ زیاتوالی؛ کمزوری اقتصاد مهم لامل ګڼل کیږي

د ماشومانو په منځ کې د خوارځواکۍ زیاتوالی؛ کمزوری اقتصاد مهم لامل ګڼل کیږي

کابل کې د اندراګاندي د ماشومانو روغتون مسوولین په تېرو دوو میاشتو کې د ماشومانو په منځ کې د خوارځواکۍ د زیاتېدو خبر ورکوي او وایي، له هرو لس ماشومانو درې یې د سختې خوارځواکۍ له امله بستریږي. 

د اندراګاندي روغتون ډاکټر، منصور و ویل: «تېرو دوو میاشتو کې د خوارځواکۍ په برخه کې زموږ ناروغان زیات شوي او هره ورځ له لسو تر دولسو پر خوارځواکۍ اخته ماشومان راځي او هغه چې وضعیت یې نازک وي، بستر کوو یې او ځینې نور چې په لیرو روغتیایي مرکزونو کې د درملنې وړ وي، د ځای او د خوارځواکۍ د درملو کمښت له امله یې رخصتوو.»

بل ډاکټر، عبدالرحمن و ویل: «هغه ماشومان چې په بې وزله کورنیو کې نړۍ ته راځي، تر ډېره پر خوارځواکۍ اخته کیږي، ځکه دوی ته روغتیایي خواړه نه برابریږي او سمه ساتنه یې نه کیږي.»

د بستر شویو ماشومانو مېندې او پلرونه د خپلو ماشومانو د روغتیا تمه لري او له اسلامي امارته غواړي چې مرستې ورسره وکړي. 

جمیلې پر خوارځواکۍ اخته خپل یو کلن زوی له کندزه د درملنې په موخه دغه روغتون ته راوستی دی. 

جمیلې طلوع‌نیوز ته و ویل: «ناروغي یې مالومه نه وه خو اوس ډاکټران وایي چې پر خوارځواکۍ اخته دی.»

د روغتون په بله خونه کې بیا نازیلا هم خپلې دوه کوچنۍ لورګانې چې پر خوارځواکۍ اخته دي، له غوربنده د درملنې لپاره راوستي. 

نازیلا و ویل: «اقتصاد مو کمزوری دی ځکه پر خوارځواکۍ اخته کیږي، که اقتصاد مو ښه وي، ښه خواړه وخوري، داسې نه کیږي. له دولته غواړو چې مرستې راسره وکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې روان زېږیز کال کې نړۍوالو بنسټونو په ځلونو هېواد کې د خوارځواکۍ د پراختیا په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده. 

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام هم خبرداری ورکړی و، چې تر پنځه کلنۍ کم عمره ۳.۵ میلیونه ماشومان او ۱.۲ میلیونه امېندواره او شیدې ورکوونکې مېندې د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ماشومانو په منځ کې د خوارځواکۍ زیاتوالی؛ کمزوری اقتصاد مهم لامل ګڼل کیږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*