
د مزارشریف اوسېدونکي د سون توکو له لوړو بیو شکایت کوي
د مزار شریف اوسېدونکي وایي د هوا په سړېدو سره هلته د سون توکو بیې هم لوړې شوې دي او دوی یې د پېرلو توان نه لري.
دوی زیاتوي چې د تېرې میاشتې پرتله، د یو من ډبرو سکرو بیه څه باندې۱۰ افغانۍ لوړه شوې او له مسوولانو غواړي چې د بیو کنټرول ته پاملرنه وکړي.
د مزارشریف اوسېدونکی حفیظ الله په دې اړه وایي: «ما یوه اونۍ مخکې یو من د ډبرو سکاره په ۵۵ افغانۍ و پېرل خو نن من په ۶۵ افغانۍ دی.»
د مزارشریف بل اوسېدونکی جمال الدین داسې وایي: «بیو له تېرو کلونو سره ډېر توپیر نه دی کړی خو بیا هم د خلکو اقتصادي وضعیت کمزوری دی او د پېرول وس یې نه لري.»
بلخوا، په مزارشریف ښار کې د سون توکو یو شمېر پلورونکي هم په عمده توګه د ډبرو سکرو د بیو له لوړېدو شکایت کوي او وایي چې د تېرو میاشتو پرتله، د یو ټن سکرو بیه ۱۵۰۰ افغانۍ او د یو خروار لرګيو بیه ۵۰۰ افغانۍ لوړه شوې ده.
پلورونکی محمد عمر وایي: «د تېر کال پرتله د سون توکو په تېره بیا د لرګیو بیا ۵۰۰ افغانۍ پورته شوې ده.»
له بلې خوا د مزارشریف ښاروالۍ مسوولان په بازارکې د بیو د کنټرول ډاډ ورکوي او وایي چې هره ورځ یې څارنه کوي.
د مزارشریف د ښاروالۍ ویاند مصطفی محمدي په دې اړه داسې وایي: «زموږ کمیسیون تل په بازارونو کې پر بیو کنټرول کوي او ښاروالۍ هم په دې برخه کې جدي پام کړی دی.»
د مزارشریف ښاریان په داسې حال کې د سون توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي چې تر دې وړاندې هم د پلازمېنې کابل اوسېدونکو د سون توکو د بیوړ بیو له لوړېدو شکایت درلود.
لومړی نظر وکړئ on "د مزارشریف اوسېدونکي د سون توکو له لوړو بیو شکایت کوي"