د معلولانو نړۍوال ورځ؛ یو شمېر معلول کسان وايي اوسنۍ مرستې ورته بسنه نه‌کوي

د معلولانو نړۍوال ورځ؛ یو شمېر معلول کسان وايي اوسنۍ مرستې ورته بسنه نه‌کوي

د ډسمبر درېیمه د معلولینو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.

دا ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې په کابل کې یو شمېر معلولان او د شهیدانو کورنۍ له خپل خراب اقتصادي وضعیت شکایت کوي.

د دوی له ډلې یو هم غلام‌حضرت دی چې د ژوند ستونزو او د معلولیت کړاو یې د ده او د کورنۍ ژوند سخت کړی دی.

هغه له اوښکو په ډکو سترګو او له درده په ډک زړه د مرستې د ترلاسه کولو لپاره د کابل د شهیدانو او معلولانو ریاست ته راغلی دی.

هغه وویل: «ناامیده شوې یم، درې ماشومان لرم؛ نه کار شته، نه عاید، له مجبوریته دلته راغلې یم چې کېدی شي دا خلک مرسته راسره وکړي.»

د هغه میرمن رویا هم چې له خپل خاوند سره یو ځای دغه ریاست ته راغلې وايي: «موږ نفقه راوړونکی نه لرو، له خپلو هېوادوالو غوښتنه کوو چې موږ سره مرسته وکړي.»

د هغه ترڅنګ، ۲۷ کلن محمد ناصر، له ماشومتوب راهیسې له معلولیت سره ژوند کوي، وايي د ژمي په رارسېدو سره یې تر اوسه سون توکي نه دي اخیستي او د ژمي د سړې هوا د تېرولو لپاره شوې مرستې هم ورته کافي نه دي.

هغه وویل: «زموږ لپاره هېڅ نه دي پاتې، هېڅ نه لرو، د سړک پر غاړه ماسکونه پلورم؛ کله کار وي، کله نه.»

د افغانستان د اسلامي امارت د شهیدانو او معلولانو وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه د ټول هېواد په کچه په دغه وزارت کې ۱۸۳ زره معلولان ثبت شوي دي.

ورته مهال د شهیدانو او معلولانو وزارت ویاند فیصل خاموش، معلولانو او د شهیدانو کورنیو ته د هغوی د حقوقو د ورکړې په اړه طلوع نیوز ته وویل: «د ټولو معلولینو لپاره مرستې پر وخت ترسره کېږي او د بانکي سیستم له لارې ورته په شفاف ډول ور رسیږي.»

همدارنګه د کابل د شهیدانو او معلولانو چارو ریاست مالي مدیر، فیض‌لله ذکي وویل: «د خوراکي توکو او نورو موادو وېش روان دی، موږ هڅه کوو نورې مرستې هم له موسسو ترلاسه کړو، په ځانګړي ډول د مسلکي مهارتونو لکه کسبه‌کارۍ برخه کې.»

په همدې حال کې په افغانسان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما د معلولانو نړۍوالې ورځې په مناسب خپاره کړي پیغام کې له معلولانو څخه په ملاتړ ټينګار کړی دی.

دغه سازمان لیکلي: «اټکل کېږي چې نږدې ۱.۵ میلیونه افغانان له جدي معلولیتونو سره ژوند کوي چې ډېری یې د څو لسیزو جګړو او نښتو له امله معلول شوي دي، ماشومان په دې برخه کې تر ټولو زیات زیانمن دي، د معلولیت په نړۍواله ورځ موږ هغوی ته درناوی کوو او د ټولو لپاره د یو ټولګډوني، عادلانه او پایدونکې افغانستان غوښتنه کوو.»

د ډسمبر درېیمه په ۱۹۹۲ کال کې د ملګرو ملتونو له خوا د معلولینو د حقونو په تړاو د پوهاوي لوړلو او په ټولنه کې د دغه قشر لپاره د وړ ځای د رامنځته کولو په موخه د معلولانو نړۍوالې ورځې په نوم ونومول شوه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د معلولانو نړۍوال ورځ؛ یو شمېر معلول کسان وايي اوسنۍ مرستې ورته بسنه نه‌کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*