د افغانستان وضعیت یو ځل بیا د ډسمبر پر دوولسمه نېټه، د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د درې میاشتنیو غونډو په لړ کې ارزول کېږي.
د دغې شورا په راپور کې راغلي چې، په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما مشره رزا اوتونبایوا به د افغانستان د وضعیت په تړاو درې میاشتنی راپور وړاندې کړي.
د دې سربېره ټاکل شوې چې، د بندیزونو کمېټې رییس او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) یو استازی به هم د افغانستان د وضعیت په تړاو امنیت شورا ته توضیحات وړاندې کړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په راپور کې راغلي:«امنیت شورا به په ډسمبر میاشت کې د افغانستان په تړاو یوځل بیا درې میاشتنۍ غونډه وکړي. تمه ده چې، په دغې غونډه کې د یوناما مشره رزا اوتونبایوا، د افغانستان د بندیزونو کمېټې د مشر په توګه د اکواډور سفیر انډرېس مونټالو سوسا، د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یو استازی او د مدني ټولنې یو استازی د افغانستان په تړاو توضیحات وړاندې کړي.»
د سیاسي چارو شنونکی فضلالرحمن اوریا په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو سازمان دغه غونډې، معمولې غونډې دي چې، په منظمه توګه جوړېږي او نوی راپور هم د تېرو راپورونو له منځپانګې او بڼې سره وړاندې کېږي، او د افغانستان په اړه کومه ګډه پرېکړه نهکېږي او کوم ګډ پرېکړهلیک به هم صادر نهشي.»
دا په ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې د امنیت شورا څلورمه غونډه ده چې، د افغانستان په تړاو جوړېږي.
که څه هم اسلامي امارت د دې غونډې په تړاو څه نهوایي؛ خو تر دې وړاندې یې له یوناما غوښتنه کړې وه چې، د افغانستان په تړاو په خپلو راپورونو کې د دغه هېواد واقعیتونو ته پام وکړي.
تر دې وړاندې په سپټمبر میاشت کې د دې شورا په تېره غونډه کې د یوناما مشرې ویلي و چې، نړۍوالو بندیزونو د افغانستان حکومتولي ستونزمنه کړې او دغه هېواد یې له نړۍوالې ټولنې جلا کړی دی.
لومړی نظر وکړئ on "د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي"