ټاکل شوې چې د نړۍ د څه باندې ۱۹۰ هېوادونو استازي د ملګرو ملتونو په ۷۹مه عمومي غونډه کې ګډون وکړي.
د افغانستان او د فلسطین او سوډان په ګډون د یو شمېر هېوادونو وضعیت به د دې غونډې د بحث چورلیز وي.
بل خوا، په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس دې غونډې ته د سرپرست حکومت د استازي پر نه بلل کېدو نیوکه کوي او دا کار د سرپرست حکومت په حق کې بېانصافي ګڼي.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس، سهیل شاهین وايي: «په تېرو درېیو کلونو کې هم د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته ور نه کړل شوه. دا د افغانانو په حق کې تر ټولو لویه جفا ده چې باید نور دوام و نه کړي.»
له دې سره هممهاله، د بشري حقونو د څار سازمان له نړۍوالو مشرانو غوښتي چې د افغانستان وضعیت په خپلې اصلي اجنډا کې شامل کړي.
دغې ادارې ټینګار کړی چې ملګري ملتونه عمومي او د نړۍ مشران باید د افغانستان د وضعیت پر وړاندې نړۍوال غفلت پای ته ورسوي.
د بشري حقونو د څار سازمان د اعلامیې یوه برخه کې راغلي: «مشران باید د افغانستان د وضعیت په تړاو نړۍوال غفلت پای ته ورسوي، چېرته چې طالبانو له بیا واکمنېدو درې کاله وروسته ښځې او نجونې له خپلو نږدې ټولو حقونو بې برخې کړي دي.»
د سیاسي چارو شنونکی، سید اکبر سیال وردګ په دې اړه وايي: «دا ددې لامل کیږي چې د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ واټن زیات شي. ځکه هلته د افغانستان سیمه ییز مخالفین هم له دې ګټه پورته کوي او غواړي چې دغه واټن لا زیات شي.»
تر دې وړاندې د امریکا د سولې انسټيټيوټ ویلي وو، دا چې د ملګرو ملتونو عمومي د غړو هېوادونو لخوا اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندل شوی، نو د افغانستان د سرپرست حکومت استازی به د ملګرو ملتونو په ۷۹مه عمومي غونډه کې ګډون ونه کړي.
د سیاسي چارو شنونکي، ادریس محمدي ځاځي هم و ویل: «دا یوه حتمي خبره ده چې اسلامي امارت ته باید اجازه ورکړ شي چې د ملګرو ملتونو د میز تر شا ودریږي. څو د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ همغږي رامنځته شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو عمومي د ۷۸مې اسامبلې پرمهال اسلامي امارت ویلي وو، چې تمه لري پر افغانستان لګول شوې بندیزونه لرې شي.
لومړی نظر وکړئ on "د ملګرو ملتونو عمومي مجمعې ته د ا.ا نه بلنې نیوکې راپارولې دي"