د مورنۍ ژبې نړۍواله ورځ؛ هېوادوال په مورنۍ ژبه د زده‌کړو غوښتنه کوي

💬0
منبع

د فبروري ۲۱مه د مورنۍ ژبې نړۍواله ورځ ده. د کابل اوسېدونکي د دې ورځې په مناسبت په مورنۍ ژبه د زده‌کړو غوښتنه کوي.
 
دوی وایي، په مورنۍ ژبه زده‌کړې نه یوازې دا چې د زد‌ه‌کوونکو لپاره زده‌کړې اسانه کوي بلکې په خبره یې، د هېواد د کلتوري هویت او ژبنۍ تنوع په ساتنه کې هم مهم رول لري.

د کابل اوسېدونکي، مقدس و ویل: «د نورو ژبو پرتله په مورنۍ ژبه زده‌کړې اسانه او غوره دي.»

د کابل اوسېدونکې، معیشه وایي: «په ټولو ښوونځيو کې باید په مورنۍ ژبه تدریس وشي، ځکه خلک کولای شي په مورنۍ ژبه ښې زده‌کړې وکړي.»

په ورته مهال، د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او ښوونیز سازمان (یونسکو) وایي، د نړۍ په کچه ۴۰ سلنې خلک په مورنۍ ژبه زده‌کړو ته لاسرسی نه لري.

دغه سازمان د ټولنو د ثبات لپاره د فرهنګي او ژبنۍ تنوع پر اهمیت ټینګار کوي.

ځینې فرهنګي شنونکي او د پوهنتون استادان وایي، په مورنۍ ژبه زد‌ه‌کړې د مفاهیمو د ښه درک او د کلتوري او ملي هویت د پیاوړتیا لامل هم ګرځي.

فرهنګي شنونکي، اکرامی فندقستاني و ویل: «کله چې د مورنۍ ژبې د اهمیت او د ځینو ژبو د هېرولو خبره کیږي، دا په حقیقت کې د یوه ملت د فرهنګي هویت د برخلیک خبره ده.»

بل لورته، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولین د هېواد د ملي ژبو پر پراختیا ټینګار کوي او زیاتوي چې په تېرو درېیو کلونو کې د ژبو د ساتنې او بډاینې لپاره ۱۱ زره کتابونه چې تمرکز یې پر رسمي او سیمه ‌ییزو ژبو دی چاپ شوي دي.

د پوهنتون استاد، محبوب ‌شاه مجیدي و ویل: «علمي مرکزونه په ځانګړې توګه پوهنتونونه د مورنیو ژبو د پیاوړتیا په برخه کې مهم او حیاتي رول لوبوي.»

د علومو اکاډمۍ د شمېرو له مخې، افغانستان کې دا مهال ټولټال شاوخوا ۳۰ ژبې دود دي.

د فبرورۍ ۲۱مه د ژبنۍ او فرهنګي تنوع ساتنې په موخه په ۱۹۹۹ زېږیز کال کې د یونسکو په نړۍوال کنفرانس کې د مورنۍ ژبې نړۍواله ورځ ونومول شوه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د مورنۍ ژبې نړۍواله ورځ؛ هېوادوال په مورنۍ ژبه د زده‌کړو غوښتنه کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*