
د میدان وردګ د زردالو بڼونو سږکال کابو ۵ نیم زره مټریک ټنه حاصلات ورکړي
د میدان وردګ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین سږ کال دغه ولایت کې د زردالو د حاصلاتو له زیاتوالي خبر ورکوي.
د میدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د شمیرو پر بنسټ، سږ کال ددغه ولایت د زردالو له بڼوڼو شاوخوا پنځه زره او ٤٠٠ مټریک ټنه حاصلات ترلاسه شوي، چې د تیر کال په پرتله ٣٠ سلنه زیاتوالی ښیي.
د مسوولینو په وېنا؛ که څه هم روان کال د زردالو حاصلات د پام وړ زیات شوي، خو په خبره یې ډیری بڼونه وچکالۍ ځپلي چې له امله یې د حاصلاتو کیفیت د پخوا په پرتله ټيت شوی دی.
د میدان وردګ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر، عید محمد ظاهري په دې اړه داسې وايي: «میدان وردګو کې د تیر کال په پرتله د زردالو په حاصلاتو کې ٣٠ سلنه زیاتوالی وینو. خو د وچکالیو له امله کیفیت په هغه اندازه نه دی، لکه په تیرو کلونو کې چې و، کیفیت یو څه اندازه کم شوی دی.》
اخوا د میدان وردګو ځیني بڼوال بیا د کرنیزو محصولاتو د بیو له ټیټوالي شکایت کوي.
د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکی ٥٦ کلن ګل وزیر چې له تیرو دوو لسیزو راهیسي په بڼوالۍ بوخت دی وایي، سږ کال یې د زردالو حاصلات د پام وړ زیات شوي، خو د مناسب بازار نشتوالي له امله اړ شوی چې یو من زردالو یوازې په ٤٠ افغانۍ وپلوري، هغه څه چې د بڼوالو عواید یې خورا محدود کړي دي.
میدان وردګ کې بڼوال، ګل وزیر بیا وايي:《زما خپله څلور، پنځه سوه ونې دي خو سږ یې عاید ډیر کم دی. تیر کال موږ یو من زردالو تر ٢٠٠ افغانیو پلورل، خو سږ په ٣٠، ٤٠ افغانۍ بازار دی. له یوې خوا اوبه نشته او له بلې خوا دومره عاید موږ ته په لاس نه راځي چې پر خپل بڼ باندې شوي لګښتونه پوره شي.》
ورته مهال ځیني نور بڼوال وایي؛ وچکالي، د سړو خونو نشتوالی، بهر ته د تازه میوو د صادراتو کمښت او ټيټې بیې یې پر وړاندې جدي ننګونې دي.
دوی زیاتوي، که د یادو ستونزو لپاره بنسټیزې حللارې ونه لټول شي ښایي ډیری بڼوال د زردالو په بدیلو کښتونو غور وکړي.
یو بل بڼوال، شفیق الله هم وايي: 《ځیني خلکو خپل بڼونه وایستل او که وضعیت همداسې وي پاتې نور به هم بڼوالي پریږدي. دلته اوس یو من زردالو په ٣٠ او ٤٠ افغانۍ پلورل کیږي.》
سید حبیب الهام هم چې هلته یو بڼوال دی، وايي: 《کاش موږ سړې خونې لرلی، چې دا خپل حاصلات مو تر یوه وخته ساتلی شو او په ښه بیه مو پلورلی. زموږ حاصلات باید نړیوال بازار ته وړاندې شي، که د بازار او وچکالیو وضعیت همداسې دوام وکړي ډیری بڼوال به له بڼوالۍ لاس واخلي؛ ځکه ټول کال خواري وکا خو په اوبو لاهو شي.》
بلخوا د میدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، له وزارت سره یې په ګډه هڅې پیل کړې، چې د اړتیا وړ سړو خونو جوړولو سربیره ددغه ولایت د تازه میوو لپاره مناسب نړیوال مارکېټ هم ومومي.
دا په داسې حال کې ده، چې میدان وردګو کې په ١٥٠٠ هکټاره ځمکه د زردالو بڼوڼه کینول شوي دي، خو د دوامداره وچکالیو او مناسب بازار نشتوالي له امله د لمنځه تلو له جدي ګواښ سره مخ دي.
لومړی نظر وکړئ on "د میدان وردګ د زردالو بڼونو سږکال کابو ۵ نیم زره مټریک ټنه حاصلات ورکړي"