
د ناقانونه او مجرمو افغان کډوالو په اړه د اروپایي هېوادونو د اندېښنوم دوام
۱۹ اروپایي هېوادونو له اروپایي کمیسیون غوښتي چې اروپا کې ناقانونه افغان کډوال باید په داوطلبانه توګه، جبري او یا هم د افغانستان له اسلامي امارت سره د خبرو له لارې ستانه کړای شي.
دغه هېوادونه ټینګار کوي چې افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلونونو وروسته له کابل سره د رسمي اړیکو نشتوالی د مجرمو افغان کډوالو د ستنولو پر وړاندې ستر خنډ دی.
د بلجیم د کډوالو چارو وزیر انلین ون بوسټ وايي: «موږ نشو کولا ناقانونه او مجرم افغانان بېرته واستوو. زه دا وضعیت نه منم. باید د بېمجازاته پاتې کېدو ذهنیت پایته ورسیږي. له همدې امله، له ۱۹ نورو هېوادونو سره یو ځای هڅه کوو څو ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان خپل وګړي بېرته ومني.»
د کډوالو د حقونو فعال علي رضا کریمي په دې اړه و ویل: «په اوسنیو شرایطو کې افغانستان ته د پناه غوښتونکو جبري ستنول د بشري اصولو او د کډوالو د حقونو په برخه کې له نړۍوالو ژمنو سره په ټکر کې دي.»
په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکی ویس پویا طلوعنیوز ته وايي: «له اروپایي هېوادونو د دغو کسانو ایستل افغانستان ته یوه جدي ستونزه ده، ځکه نه اروپایي هېوادونه، نه اروپایي ټولنه او نه هم د نړۍ ډېر نور هېوادونه تر اوسه له اوسني حکومت سره په افغانستان کې رسمي او قانوني اړیکې لري.»
تر دې وړاندې، د جرمني د کورنیو چارو وزیر په روانې تلې میاشت کې ویلي و چې له افغانستان سره یې د مجرمو کډوالو د ستنولو په تړاو تخنیکي خبرې پیل کړي او په همدې موخه یې یو پلاوی هم کابل ته استولی وو.
هغه زیاته کړې وه چې له اوسنیو افغان چارواکو سره د پناه غوښتونکو پر موضوع خبرې شوي او هیله یې ښودلې وه چې دا خبرې به یوې پایلې ته ورسیږي.
د یادونې ده، چې د روان هجري لمریز کال د چنګاښ په میاشت کې اسلامي امارت ویلي و چې له کوربه هېوادونو سره د افغان کډوالو ستونزې د خبرو له لارې حلوي.
لومړی نظر وکړئ on "د ناقانونه او مجرمو افغان کډوالو په اړه د اروپایي هېوادونو د اندېښنوم دوام"