
د نغلو څهباندې ۲۲ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه ګټېاخیستنې ته وسپارل شوه
د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د نغلو د لمریزې برېښنا د تولید دستګاه چې ۲۲.۷۵ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري، نن (سهشنبه) ګټېاخیستنې ته وسپارل شوه.
د افغانستان برېښنا شرکت رییس، ډاکټر عبدالباري عمر، په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې وویل، د دې دستګاه پرانیسته کولی شي کابل کې تر یوه بریده د برېښنا د کمښت ستونزه حل کړي.
هغه زیاته کړه چې هڅې روانې دي څو د برېښنا د لېږد او ذخیرې ظرفیت هم لوړ شي.
هغه وویل: «له دې پروژې سره، پرته له دې سیمې، موږ د کابل ولایت د برېښنا د کمښت ستونزه هم تر یوه حده حلولی شو. خو موږ په کابل کې ډېره برېښنا ته اړتیا لرو، آن ځینې فابریکې شته چې یوازې ۴۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري.»
د مسوولانو په وینا، پر دې پروژه چې د افغانستان برېښنا شرکت او دوو خصوصي شرکتونو په همکارۍ بشپړه شوې، شاوخوا ۱۸ میلیونه ډالر لګښت راغلی دی.
د اسلامي امارت ځينو چارواکو هم په دې غونډه کې د برېښنا د انرژۍ پر اهمیت او د هغې پر اغېزناکې استفادې ټینګار وکړ.
د اسلامي امارت د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وویل چې د کاسا–۱۰۰۰ پروژې چارې په منظم ډول پیل شوې او د «ټاپ» پروژې اسناد هم په بشپړېدو دي.
حنفي وویل: «موږ په هېواد کې د برېښنا د تولید ډېرې سرچینې لرو او همداراز زموږ اړتیاوې هم خورا زیاتې دي، یوازې د کورونو د اړتیاوو لپاره موږ ۵۰۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لرو، او د صنعتي فابریکو لپاره له ۱۰۰۰۰ میګاواټه څخه زیاته اړتیا شته.»
ورته مهال د ترکیې د سفارت مرستیال بلال عمره هم په دې غونډه کې وویل چې هېواد یې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ ملاتړ کوي.
هغه وویل: «لکه څنګه چې پوهېږئ، ترکي پانګوالو تر اوسه په افغانستان کې ګڼې پروژې په بریالیتوب سره بشپړې کړې دي. ترکي شرکتونو تر اوسه پر بېلابېلو پروژو شاوخوا ۸ میلیارده ډالره لګولي دي.»
ټاکل شوې ده، د نغلو د لمریزې برېښنا دستګاه چې څه باندې ۲۲میګاواټه ظرفیت لري، د کابل له برېښنا شبکې سره وصل شي او له ۲۲ زره ډېرو کورنیو ته برېښنا برابره کړي.
لومړی نظر وکړئ on "د نغلو څهباندې ۲۲ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه ګټېاخیستنې ته وسپارل شوه"