د ننګرهار د زیتونو په حاصلاتو کې سږکال زیاتوالی راغلی

د ننګرهار د زیتونو په حاصلاتو کې سږکال زیاتوالی راغلی

د ننګرهار د زیتون له بڼونو سږکال ۱۶۰۰ ټنه زیتون ترلاسه شوي چې له درکه به یې څه باندې ۱۹۰ زره لیټره تېل او ۳۵ ټنه اچار تولید شي.

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت مسوولین وایي، تېر کال له دغو بڼونو ۱۱۰۰ ټنه ترلاسه شوي و چې ۱۳۵ لیټره تیل ترې تولید شوي وو.

د دغه شرکت رییس سید محمد نعیم محمدي وایي: « تېر کال د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د د زیتونو د تېلو تولیدات ۱۳۵ زره ۵۰۰ لیټره وو او له زیتونو د اچارو تولید ۳۰ ټنه و، سږ کال به د اټکل له مخې ۴۰ سلنه زیاتوالی راځي او دیرش ټنه به د زیتونو اچار زیاتېږي.»

مسوولین زیاتوي، چې پلان لري د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اړوند په څلورګونو فارمونو کې د زیتونو پنځوس زره بوټي کېنوي او هڅه کوي چې د بازار د ښه والي لپاره د هېواد په ټولو ولایتونو کې نماینده ګې جوړې کړي.

د زیتونو د کارخونې تخنیکي مسوول مطیع الله و ویل: « هره ورځ د زیتون له بڼونو تازه زیتون راځي او مونږ یې مسلسل ماشینونو ته د پروسس په موخه ورکوو، اول پټې نه تېرېږي، د کنویر په نوم ماشین دی هغې ته ورځي، بیا د وېنټونو ماشین ته ځي، له هغې وروسته وېکسر ماشین دی چې زړی او دانه میده کوي، بیا یو بل ماشین دی چې جامد او ماېع سره بېلوي، ورپسې څلور ـ پنځه ماشینونه راځي چې هغه تېل او اوبه سره جدا کوي.»

د زیتونو په دې تولیدي کارخونه کې ګڼ شمېر کسانو ته لنډمهاله کاري زمینه هم برابره شوې او وايي، که د زیتون بڼونه زیات شي؛ نو دوی ته به اوږدمهاله کاري زمینې برابرې شي او له هېوادوالو د کورنیو تولیداتو د پېر او پلور غوښتنه کوي.

د کارخونې کاریګر عزت الله وایي: « په فارمونو کې چې کوم بڼونه له منځه تللي، باید د دغو بڼونو د بیا رغونې لپاره جدي کار وشي، چې زمونږ کارخونې ته د زیتونو حاصلات زیات راشي، چې څومره حاصلات زیاتېږي، نو دلته به ډېرو خلکو ته د کار زمینه برابرېږي او خلکو ته به کار پیدا شي.»

د کارخونې بل کاریګر انور شاه داسې وایي: « مونږ اوس مهال دلته کار کوو، په ټنونوـ ټنونو دلته زیتون راغلي دي، په دې کارخونه کې مونږ ۴۰ کارګر کار کوو، مونږ سره په دې بخش کې تر پنځوسو پورې کسان د زیتونو د حاصلاتو پر مهال په کار بوخت وي، مونږ له خپل کار خوشاله یو چې له دې لارې خپلو کورنیو ته حلاله نفقه برابروو.»

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د مسوولینو د معلوماتو له مخې تېر کال د دغه شرکت په څلورګونو فارمونو کې وېجاړونکو طوفانونو او ږلیو  شااوخوا لس زره  بیلا بیل ډوله بوټي له منځه وړي وو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ننګرهار د زیتونو په حاصلاتو کې سږکال زیاتوالی راغلی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*