د نړیوال عدالت ورځ؛ ښځینه فعالانې وايي افغانان د عدالت د نشتون قرباني کیږي

د نړیوال عدالت د ورځې سره هممهاله د افغان میرمنو د حقونو یو شمیر ښځینه فعالانې وايي چې افغانستان د بې عدالتۍ څخه کړیږي او د ا.ا. په حاکمیت کې د عدالت په نوم کوم څه نشته دی.

د جولاۍ ۱۷ په نړۍ کې د نړیوال عدالت د ورځې په توګه نمانځل کیږي. د ارغواني شنبې د ورځو په نوم د افغان میرمنو د حقونو د بنسټ مشره مریم معروف اروین امریکا غږ ته وویل چې د ا.ا. تر واک لاندې د افغانستان اوسیدونکي هره ورځ د ژبې، قومیت، هذهب، جنسیت او د اوسیدانې د ځای په دلیل په سیستماتیک ډول د عدالت د نشتون قرباني کیږي او ځپل کیږي.

میرمن اروین وویل چې نړۍ کې دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې درې کاله دمخه چې په افغانستان کې په حداقل ډول یو نسبي عدالت شتون درلود هغه هم اوس نشته دی.

میرمن اروین وویل: “په دې منځ کې په ځانګړي ډول د افغانستان ښځې او نجونې، د ا.ا. د سیاستونو څخه زیانمنوونکي قومونه او مذهبي اقلیتونه د هغو کسانو په ډله کې شامل دي چې په ټولنه کې ظلم او استبداد سره مخ دي او عملآ په قدرت کې د یوې ډلې شاهدان یو چې حاکمان جوړ شوي او په قدرت کې ساتل کیږي چې په واقعي عدالت باندې ډیر کم باور لري”.

مریم اروین وايي چې هرڅه چې د ا.ا. د مزاج سره برابر وي هغه ته د شریعت د تطبیق او عدالت د پلي کیدو نوم ورکوي او د ا.ا. په حاکمیت کې د هرې ورځې په تیریدو سره ټولنیز عدالت پلي کیدو په برخه کې فضا تنګیږي او ناهیلې زیاتیږي.

د جمهوري غوښتونکو ښځو غورځنګ په نوم د افغان میرمنو د حقونو د بنسټ مشره حلیمه پژواک امریکا غږ ته وویل چې په افغانستان کې په تیرو رژیمونو کې هم عدالت په سمبولیک ډول پلی کیده. د ښځو د حقونو دغه فعاله وايي چې که په تیرو رژیمونو کې عدالت په حقیقي معنی سره پلی شوی وی افغان میرمنې به د اوسني وضعیت سره نه مخ کیدلې.

میرمن پژواک د ا.ا. تر واکمنۍ لاندې د اساسي حقونو څخه د افغان میرمنو محرومیدلو ته په اشارې وویل: “دغه ورځ د عدالت ورځ نه بلکې دا ورځ د افغان میرمنو د بربریت، شکنجې او ظلم د ورځې په توګه نوموم، ترڅو نړیوالو ته زمونږ غږ ورسیږي او نړیوال لږ ترلږه د ښځې توب په حرمت نور شعار ورنکړي او اعلامیه خپره نکړي، عملا د افغان میرمنو ترڅنګ ودریږي”.

د افغانستان د مقتدرو ښځو د غورځنګ غړې فوزیه وحدت امریکا غږ ته وویل چې د نړیوال عدالت د ورځې څخه په نړۍ کې په داسې حال کې نمانځنه کیږي چې افغان میرمنې په افغانستان کې په مطلق ډول د یوې نابرابرې او بې عدالتۍ سره مخ دي.

د میرمن وحدت د وینا له مخې درې کاله کیږي چې افغان میرمنې د خپلو لومړنیو حقونو څخه محرومې شوي او ټولنیز فعالیتونو مخه یې نیول شوې ده. د ښځو د حقونو دغې فعالې وویل چې په داسې حال کې چې ا.ا. ادعا کوي چې په افغانستان کې عمري عدالت پلی کوي، خو اوس مهال په افغانستان کې هیڅ ډول عدالت نه دی پلی شوی.

په عین وخت کې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې د بیطرفه عدالت لپاره د بل هروخت پرتله نړیوال ملاتړ ته اړتیا لیدل کیږي او نړیوال عدالت ورځ په دې برخه کې د لا زیات تفکر لپاره یو فرصت دی چې د پرمختګونو او ګواښونو په اړه پرې غور وشي.

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د نړیوال عدالت د څانګې مشرې میرمن الیزابت ایونسن په دې اړه په یوه مقاله کې لیکلي چې په داسې حال کې چې د نړۍ په مختلفو برخو کې شخړې روانې دي، ددې لپاره چې نړۍ دغه اضطراري حالت سره مخ کیږي دا ډیره مهمه ده چې د دغو شخړو قربانیانو ته بیطرفانه او په خپلواک ډول عدالت پرته له دې چې سخت نړیوال جنایات چیرته او د چا له خوا ترسره شوي پلی شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د نړیوال عدالت ورځ؛ ښځینه فعالانې وايي افغانان د عدالت د نشتون قرباني کیږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*