د نړۍ یو شمېر مشرانو د پولیو له‌منځه وړلو لپاره ۱.۹ میلیارد ډالرو ژمنه کړې

0
1

د نړۍ یو شمېر مشرانو د پولیو له‌منځه وړلو لپاره ۱.۹ میلیارد ډالرو ژمن

 دا بودجه به وکړی شي چې هر کال ۳۷۰ میلیونو ماشومانو ته ګوزڼ واکسین ورسوي او د اغېزمنو هېوادونو روغتیایي میکانیزمونه هم پیاوړې کړي.اړوند خبرونه

تصویر بندانگشتی

د نړۍ مشرانو، خیریه بنسټونو او د نړۍوالې روغتیايي برخې شریکانو په ابوظبي کې د ماشومانو د ګوزڼ (پولیو) ناروغۍ د بشپړ له‌منځه وړلو لپاره د ۱.۹ میلیارده ډالرو ژمنه کړې ده.

«د ماشومانو ګوزڼ له‌منځه وړلو د نړۍوال نوښت» سازمان له خوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې، په دغو پیسو کې شاوخوا ۱.۲ میلیارده ډالر نوې ژمنې هم شاملې دي چې د دې نوښت د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۹ کلونو ترمنځ ستراتېژیکه تشه تر ۴۴۰ میلیونو ډالرو پورې راکموي.

 دا بودجه به وکړی شي چې هر کال ۳۷۰ میلیونو ماشومانو ته ګوزڼ واکسین ورسوي او د اغېزمنو هېوادونو روغتیایي میکانیزمونه هم پیاوړې کړي.

د بسپنه ورکوونکو بنسټونو او هېوادونو له خوا اعلان شوې مرستې په لانډې ډول دي:

 د ګیټس بنسټ ۱.۲ میلیارد ډالر

 بشریت لپاره د محمد بن زاید بنسټ ۱۴۰ میلیونه ډالر

د روټري انټرنیشنل بنسټ ۴۵۰ میلیونه ډالر

د بلومبرګ خیریه بنسټ ۱۰۰ میلیونه ډالر

پاکستان  ۱۵۴ میلیونه ډالر

جرمني ۶۲ میلیونه ډالر

امریکا ۴۶ میلیونه ډالر

جاپان ۶ میلیونه ډالر

د امریکا د خوړو او تغذیې اسلامي شورا ۴ میلیونه ډالر

لوګزامبورګ ۳ ملیونه ډالر

ورته مهال د روغتیا نړۍوال سازمان عمومي رییس، ټیډروس اډهانوم ګبریسوس په دې اړه وايي: «موږ د پولیو د له‌منځه وړلو او د بشریت لپاره د تاریخي بریا د ترلاسه کولو په درشل کې یو؛ موږ ټولو هیوادونو، شریکانو او بسپنه‌ورکوونکو ته اړتیا لرو چې د دې دندې د بشپړولو لپاره اوس عمل وکړي.»

 افغانستان یو له هغو دوو هېوادونو دی چې ماشومان یې لا هم د پولیو له ګواښ سره مخ دي. ډاکټران زیاتوي چې له هېواده د دې ناروغۍ د له‌منځه وړلو لپاره د پیسو لګولو او د واکسیناسیون د کمپاینونو پر ترسره کولو سربیره، باید عامه پوهاوي ته ځانګړې پاملرنه وشي.

روغتیاپال، ډاکټر مددخان دانشور په دې اړه وویل: «پر دې سربېره چې موږ پر واکسیناسیون ټینګار کوو؛ باید د عامه پوهاوي په برخه کې هم کار وشي، د خلکو باورونه باید د پولیو په اړه بدل شي، څو خلک چمتو شي خپل ماشومان د واکسین لپاره واکسیناتورانو ته یوسي.»

همدارنګه ډاکټرې عارفې وویل: «ځکه چې دا ناروغي د ماشومانو د فلج لامل کېږي، نو په دې برخه کې باید زیاته پانګونه وشي او میندو ته باید لا ډېر عامه پوهاوی ورکړل شي.»

تېر میلادی کال، د روغتیا نړۍوال سازمان په هېواد کې د پولیو د څه باندې ۲۰ مثبتو پېښو راپور ورکړی و؛ خو دا ادعا د عامې روغتیا وزارت له خوا رد شوه.

د یادونې ده چې افغانستان لا هم له پولیو پاک هېواد نه دی اعلان شوی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د نړۍ یو شمېر مشرانو د پولیو له‌منځه وړلو لپاره ۱.۹ میلیارد ډالرو ژمنه کړې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*