
د نیمه زړو توکو پلورونکي د بازارونو له پیکه کېدو سر ټکوي
کابل کې هغه پلورنکي چې دویم لاس یا نیمه زاړه توکي پلوري وایي د کاروبار بازار یې پیکه شوی دی.
په وروستیو کلونو کې د اقتصادي ننګونو له امله، ګڼو هېوادوالو د خپل ژوند د ورځنیو اړتیاو د پوره کوو لپاره د سړک پرغاړه د توکو پلورلو ته مخه کړې ده.
مصطفى په کابل کې د دویم لاس وسایلو یو پلورونکی دی.
دی وایي چې له څه باندې لسو کلونو راهیسې پر دغه کار بوخت دی او خپل ژوند له همدې لارې پرمخ وړي.
د دویم لاس توکو پلورونکی، مصطفى زیاتوي:« د زړو توکو په بازار کې د زړو او نویو توکو نرخونه ټول یو برابر شوي دي. هیڅ کاروبار نشته، دلته هسې خپله ورځ ورکوو، کرایه لوړه ده او باور وکړه موږ خپل خرڅ هم نشو پوره کولای.»
یو شمېر نور پلورونکي وايي چې د کاروبار نشتوالي، د خلکو د عوایدو کمښت او لوړو بیو د لیلامي وسایلو بازار هم له ځوړ سره مخ کړی دی.
د دویم لاس وسایلو پلورونکی، مصطفی وايي:«اقتصاد مخکې ښه و، دا یو دوه میاشتې مخکې هم چې کډوال نه و را ایستل شول، کار و بار ښه و. پېر او پلور کېده. خو چې کډوال را و ایستل شول، زموږ بازار صفر شوی دی.»
د دویم لاس وسایلو یو بل پلورونکی ، احمد رحیم هم خپله کیسه داسې کوي: « جنس اوس نشته او قیمتونه هم ثابت نه دي. خلک اقتصادي ستونزې هم لري. بس ورځ ده نو تېریږي.»
په داسې حال کې چې اقتصادي ننګونو د خلکو لویه برخه ځپلې، د دویم لاس توکو بازار نه یوازې د هېوادوالو د ژودانه د وضعیت ښودنه کوي، بلکې د یو شمېر کورنیو لپاره د عوایدو سرچینه هم ګرځيدلی دی.
لومړی نظر وکړئ on "د نیمه زړو توکو پلورونکي د بازارونو له پیکه کېدو سر ټکوي"