
د هرات د وچې میوې صادرات ۱۳۰ سلنې لوړ شوي
سږ کال له هراته څو هېوادونو ته د وچو میوو د صادراتو زیاتوالی بې مخینې بلل شوی دی.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، په تېرو شپږو میاشتو کې د نږدې ۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت شاوخوا ۱۴زره ټنه وچه میوه صادر شوې ده.
تېر کال په همدې موده کې د ۱۶.۵ میلیون ډالرو په ارزښت ۸ زره ټنه وچه میوه صادر شوې وه.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد یونس قاضيزاده و ویل: «نړیوال بازارونو اوس موږ ته مساعد دي. موږ د ایران، هند، متحده عربي امارات، پولنډ، ختیځې اسیا، منځنۍ اسیا، اروپا او امریکا په څېر ډېرو هېوادونو ته صادرات لرو.»
د هرات د کرنې او مالدارۍ خونه وايي، په وروستیو میاشتو کې نړیوالو بازارونو د افغانستان د وچې میوې پېرلو ته لېوالتیا ښودلې ده.
د دې خونې د مسوولانو په وینا، د نویو بازارونو په پرانیستل کېدو سره به د وچې میوې صادرات څو برابره زیات شي.
د هرات د کرنې او مالدارۍ خونې اجرائیوي رییس امید تیموري و ویل: «د افغانستان د محصولاتو سوچه والی په ځانګړې توګه د وچې میوې سوچه والی د دې سبب شوی چې د نړۍ ګڼ هېوادونه د افغانستان د محصولاتو ته لیوالتیا پیدا کړي.»
د وچې میوې د کیفیت لوړېدل بېلابېلو هېوادونو ته د دغو صادراتو د زیاتوالي اصلي لامل ګڼل کېږي.
سوداګر محسن نجفيزاده په دې اړه داسې وایي: «د افغانستان ټوله وچه میوه ښه کیفیت لري خو د هرات د وچې میوې کیفیت بیا تر نورو ولایتونو لوړ دی.»
د هرات د کرنې او مالدارۍ رياست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې ۱۵ډوله وچه میوه ترلاسه کیږي چې زیاته برخه یې بهر ته صادریږي.
په دغو میوو کې پسته، بادام، ممیز، غوځاڼ، وچ انځر، ځنغوزي او نورې میوې شاملې دي.
لومړی نظر وکړئ on "د هرات د وچې میوې صادرات ۱۳۰ سلنې لوړ شوي"