د هرات زعفران د لسم پرله پسې کال لپاره د نړۍ غوره زعفران شول

💬0

د هرات زعفران د لسم پرله پسې کال لپاره د نړۍ غوره زعفران شول

د هرات زعفران د پرله‌پسې لسم کال لپاره د خوند نړیوال انسټیټوټ له خوا د نړۍ د غوره کیفیت لرونکي زعفران په توګه لومړی مقام ترلاسه کړی دی.
دا سیالۍ د بلجیم په بروکسل کې د افغانستان، ایران، اسپانیا او یونان ترمنځ شوې چې د نړۍ تر ټولو لوی د زعفرانو لوی تولیدونکي هېوادونه دي.

د هرات زعفران د یوې کمپنۍ مسوول، جلیل‌احمد ملکي و ویل: «د خوند نړیوال انسټیټیوټ هر کال ل هغو هېوادونو د زعفرانو نمونې غواړي چې په دې برخه کې کار کوي، او له خپلې بررسۍ وروسته دا په ډاګه کوي چې کوم زعفران غوره دي. په دې سیالۍ کې د نورو هېوادونو زعفران هم و چې زموږ پکې لومړی مقام ترلاسه کړ.»

د هرات زعفران د یوې کمپنۍ مسوول، سید مسعود داسې و ویل: «زموږ غوښتنه دا ده چې اسلامي امارت دې له سودواګرو سره د زعفرانو د صادراتو برخه کې مرسته وکړي او دوی ته د چټکو او ډاډمنو صادراتو زمینه برابره کړي.»

د هرات زعفران په نړیوالو بازارونو کې ډېر مشتریان لري او د مسوولینو په وینا؛ په دې وروستیو کې نورو هېوادونو ته د دغو زعفرانو صادرات زیات شوي دي.

د افغانستان د زعفران کنسرسیوم مسوول، عبدالخالق خدادادي داسې وایي: «د نړۍ ډېر هېوادونو د افغانستان زعفران خوښوي او دلیل یې دا دی چې زموږ زعفران طبیعي دي او کیفیت یې لوړ دی. ډېری هېوادونو غواړي چې زموږ زعفران وپیري.»

د هرات د سیمه ییزو مسوولانو په وینا، په تېرو کلونو کې په دې ولایت کې د زعفرانو راټولول او پروسس معیاري شوي او د صادراتو د زیاتوالي او د زعفرانو د بیو د لوړوالي له امله د زعفرانو کښت ته د کروندګرو لېوالتیا زیاته شوې ده.

افغانستان کې د زعفرانو ټولنې رییس، محمد ابراهیم عادل وایي: «زعفران یو سودواګریز بوټی دی او ویلی شو چې سږکال پر یو زر او ۵۰۰ هکټاره ځکمه زعفران کرل شوي دي د زعفرانو سوداګر، صنعت کاران او کروندګر هڅول شوي دي.»

د افغانستان د زعفرانو ټولنې د شمېرو پر بنسټ، سږکال د زعفرانو تر ۴۰ ټنو ډېر حاصلات تر لاسه شوي دي.

د دې ټولنې د مسوولانو په وینا، په هېواد کې تر ۱۲ زره هکتاره زیاته ځمکه باندې زعفران کرل شوي، چې نږدې اتیا زره کسان پکې بوخت دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د هرات زعفران د لسم پرله پسې کال لپاره د نړۍ غوره زعفران شول"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*