
طبق ناروغۍ د هرات مالدارانو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي
د هرات د کرنې، اوبو لګولو او د هرات مالدارۍ ریاست وايي په څارويو او په ځانګړي ډول په غواګانو کې د طبق ناروغۍ خپرېدو له امله سلګونه څاروي له منځه تللي دي.
په تېرو څو ورځو کې هرات کې په غواګانو او پسونو کې د طبق په نوم ناروغي خپره شوې چې له امله یې سلګونه دغه څاروي له منځه تللي دي.
د هرات د هرات مالدارانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په خبره د دغه ولایت په ډېری فارمونو کې څاروي ناروغه شوي دي.
له دې سره هممهاله د دغې ناروغۍ خپرېدو له امله په هرات کې د شیدو د تولید کچه د پام وړ راټيټه شوې ده.
د غواګانو فارم لرونکو ټولنې مسوول، غلام محمد امیري ویلي: نږدې اتیا سلنې فارمونه او د کلیوالو مالدارانو غواګانې د طبَق ناروغۍ ښکار شوي دي.
د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ امر، محمد عمر قاصد په دې تړاو ویلي: د کرنې ریاست له هغو موسسو سره خبرې کړي چې په ځانګړي ډول د مالدارۍ په برخه کې فعالیت کوي او هغوی ژمنه کړې چې د واکسین او درملو په برخه کې به همکاري کوي.
د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د شمېرو پر بنسټ په دغه ولایت کې له اویا زیات د غواګانو فارمونه فعال دي.
د دغو فارمونو د مسوولینو په وینا، د دغې ناروغۍ له امله یې څاروي له منځه تللي چې پراخ مالي زیانونه هم ور اوښتي دي.
عبدالغفار چې د غواګانو د فارمونو مسوول دی، د دغو زیانونو په اړه یې و ویل: «یوه غوا چې یو نیم لک افغانۍ (۱۵۰ زره افغانۍ) ارزښت یې درلود، څو ورځې مخکې مړه شوه. خوسکي هم چې د ۳۵ زرو تر ۴۰ زرو افغانیو ارزښت یې درلود.»
عبدالرووف هم چې د یوه فارم خاوند دی، وايي: «درې شیدې ورکوونکې غواګانې او درې خوسکي مړه شول. ما هر خوسکی په ۴۰ زره افغانۍ اخیستی و او هغه ښځینه خوسکۍ چې نسل یې درلود، په ۷۰ زره افغانۍ مې اخیستي و.»
سره له دې چې په تېرو کلونو کې هم هرات کې په څارویو کې د طبق ناروغي خپرې شوې وه خو د ویترنرانو په خبره سږکال د پخوا پرتله دغه ناروغي شدیده او وژونکې ده.
یو وېترنر، حفیظ الله قاضي زاده په دې اړه داسې وايي: «تېر کلونو کې هم د طبق ناروغي وه خو سږکال دا ناروغي ډېره خپره شوې او د غواګانو او خوسکیو د مرګ لامل شوې ده. تېر کلونو کې دا ناروغي حیوانات په خفیف ډول نیول خو سږکال یې حیوانات ډېر سخت ناروغ کړي او د هغوی د مرګ سبب شوې ده.»
طبق د غواګانو او پسونو یوه ویروسي ناروغي ده چې د ویترنرانو په خبره دغه ناروغي خطرناکه او وژونکې ده او که چېرې څاروي واکسین نشي د هغوی د له منځه تللو احتمال زیات دی.
لومړی نظر وکړئ on "طبق ناروغۍ د هرات مالدارانو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي"