د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د څښاک پاکو اوبو د نشتون ستره ستونزه

د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د څښاک پاکو اوبو د نشتون ستره ستونزه

د هرات شینډنډ ولسوالۍ چې د دغه ولایت یو  ګڼ مېشته ولسوالۍ ده، په وروستیو کلونو کې پکې د ځمکې لاندې اوبو کچه ټیټه شوې ده. 

په دې وروستیو کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره یوه جدي اندېښنه ګرځېدلې ده.  

ځایي مسوولین وایي، د شینډنډ او څېرمه او ترې جلا شویو ولسوالیو له ۹۰ سلنې ډېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.  

د هرات د شینډنډ ولسوالۍ د اوبو رسونې مدیر، بسم الله عطایي په دې اړه وایي: «په شینډنډ او زاول، زیرکوه، کوه زور او پشت‌کوه ولسوالیو کې اصلاً د څښاک پاکې اوبه نشته. د زیرکوه ولسوالۍ د څو کلیو خلکو کوچ کړی او بازار ته راغلي دي. هېڅ اوبه نشته او د اوبو ستونزه ډېره زیاته شوې ده.»

وچکالي او تر ځمکو لاندې اوبو بې ‌ځایه او ډېر ایستل، په شینډنډ ولسوالۍ کې د اوبو د کمښت ناورین لا پسې زیات کړی دی.
  
د شینډنډ او ور څېرمه ولسوالیو ډېری اوسېدونکي خپلې د څښاک اوبه له ډېرو ژورو او له خپلو کورونو له لېرې څاګانو راوړي.  

د هرات د شینډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي، علي رضا رادمنش و ویل: «ځینې کورنۍ له لرې ځایونو په بشکو یا ټانکیو کې د موټرو او کراچیو په مرسته له اوبه راوړي.»

د شینډنډ ولسوالۍ بل اوسېدونکي، محمد و ویل: «زموږ په سیمو کې د اوبو ستونزه ډېره زیاته شوې ده. په زیرکوه ولسوالۍ کې تر ځمکې لاندې اوبه ډېرې ژورې تللي دي. موږ باید له ۶۰ تر ۸۰ مترو پورې ژورې څاګانې وکیندو څو د څښاک اوبو ته ورسیږو. اوبه چې ترلاسه کوو، له یوه تر دوه انچه پورې وي.»
  
د سره صلیب نړۍوالې کمېټې بیا په شینډنډ ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه کړې چې شاوخوا دوه زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي. 

په هرات کې د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې استازي، عزیز احمد اسماعیلي و ویل: «نږدې دوه زره کورنۍ له دې شبکې استفاده کوي. که د هرې کورنۍ اوسط اووه کسان حساب کړو، نږدې ۱۴ زره کسان له دې شبکې ګټه اخلي.»

شینډنډ او ور څېرمه او ترې جلا شوې ولسوالۍ د هرات ولایت له سترو او ګڼ مېشتو سیمو ګڼل کیږي.

د ځایي چارواکو د شمېرو له مخې، د هرات په دغو سویلي سیمو کې څه باندې یو میلیون کسان ژوند کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د څښاک پاکو اوبو د نشتون ستره ستونزه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*