د هرات په ۴ زره بستریز روغتون کې د درملنې لاندې روږدو شمېر زیات شوی

د هرات په ۴ زره بستریز روغتون کې د درملنې لاندې روږدو شمېر زیات شوی

هرات کې مسوولین وایي له کله چې ایران له خپلې خاورې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پراخه کړې ورسره جوخت په هرات ښار کې د روږدو شمیر هم زیات شوی دی.

د نشه‌يي توکو پر ضد د هرات د امنیې قومندانۍ د مبارزې مدیر، حیات‌الله روحاني په دې اړه داسې وايي: « هرات له ایران سره پوله لري؛ افغان کډوال له ایرانه د همدې ولایت له لارې هېواد ته راځي او ډېری روږدي همدلته پاتې کېږي.»

د هرات د شینډنډ اوسېدونکی فرید احمد نومیږي، چې پنځه کاله وړاندې هرات ته د کار لپاره تللی وو؛ خو هلته په نشه‌يي توکو روږدی او اوس دلته تر درملنې لاندې دی.

په‌نشه‌يي توکو روږدی، فرید احمد داسې وايي:« کله چې زه ایران ته ولاړم، له هغو کسانو سره مې ناسته پاسته لرله چې نشه يي توکي یې کارول، او زه هم په نشه يي توکو اخته شوم.»

دغو روږدو کسانو تر ډېره په ایران کې نشه‌يي توکو ته مخه کړې او دلته له څو میاشتو درملنې وروسته؛ بېرته عادي ژوند ته ور ګرځي.

په نشه‌يي توکو روږدی، سید احمد هم وايي: « زه په ایران کې روږدی شوم او هلته مې ژوند کاوه، تر هغه چې د نشه يي توکو د استعمال له امله ونیول شوم او بیا افغانستان ته را و استول شوم.»

تر درملنې لاندې یو بل روږدی، عصمت‌الله وايي: «شپږ میاشتې کیږي چې نشه يي توکي مې نه دي کارولي او د اسلامي امارت له مجاهدینو مننه کوم.»

د هرات د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې د مدیریت د شمېرو له مخې، په نږدې درېیو وروستیو کلونو کې یوازې په همدغه روغتون کې له ۳۵ زره د ډېرو  روږدو کسانو درمنله شوې ده او اوس مهال بیا نږدې څلور زره روږدي کسان تر درملنې لاندې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د هرات په ۴ زره بستریز روغتون کې د درملنې لاندې روږدو شمېر زیات شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*