د هـرات خطاطان او هنرمندان د لا زیات ملاتړ غوښتونکي دي

Loading

په هـرات کې د استاد کمال الدین بهزاد مسلکي انسټیټوټ د استادانو او محصلینو د خطاطۍ لسګونه پنځونې په یوه نندارتون کې نندارې ته اېښودل شوې دي.

دغه هنرمندان هنر ته د خلکو او حکومت پر نه پاملرنې باندې نیوکه کوي.

د استاد کمال الدین د مسلکي صنایعو انسټیټوټ، امر عبدالقیوم فیضي وايي: «دلته زموږ شاوخوا ۶۱ خطاطۍ اثار نندارې ته اېښودل شوي دي. په دوی کې نستعلیق، شکست نستعلیق خطونه، نیایش، نسخ او کوفي خطونه چې په لومړۍ پېړۍ کې کارېدل، موجود دي.»

په هـرات کې ځینې خطاطان وايي، د خطاطۍ هنر ودې په موخه د حکومت او خلکو ملاتړ ته اړتیا لري.

شمس الدین نوري زاده، د خطاطۍ استاد و ویل: « د دولت له لوري د هنرمندانو ملاتړ کم دی. یانې څه ډول چې باید ملاتړ یې وشي، ملاتړ یې نه کېږي. له دغې اسلامي هنره باید ملاتړ وشي.»

په نړۍوالو نندارتون کې د ګډون فرصت برابرېدل د هرات د خطاطانو یوه بنسټیزه غوښتنه ده.

د دوی په خبره، د خطاطۍ ارزښتمنې پنځونې ورسره دي چې کولای شي په نړۍواله کچه د افغانستان هنر وځلوي.

ورته مهال هـرات کې د ترکیې فرهنګي دفتر ټیکا تازه د استاد کمال الدین بهزاد مسلکي انسټیټوټ مرمت او بیارغولی دی.

هرات کې د ترکیې فرهنګي دفتر ټیکا رییس، عرفات دنیز و ویل: «په دې ترمیمي برخه کې زموږ ډېر تمرکز پر دې دی، چې د نندارتون تالار، د سپورټ برخې تالار او کتابتون او جومات ودانۍ هم شته.»

خطاطي د هرات پخوانیو او ارزښتمنو هنرونو له ډلې یو هنر دی.

هرات د خطاطۍ ډېری لیکونو لکه نستعلیق، شکسته نستعلیق، نسخ او کوفي ټاټوبی دی.

د خطاطۍ دغه لیکونه په بېلابېلو تاریخي دورو کې رامنځته شوي، خو ډېری هغه یې د هرات تیموریانو په زرینه دوره کې پالل شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د هـرات خطاطان او هنرمندان د لا زیات ملاتړ غوښتونکي دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*