د هند په شمال کې د مذهبي مراسمو پرمهال له ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي

د هند په شمال کې چارواکي وايي، په مذهبي مراسمو کې د ټېل ماټېل له کبله لږ تر لږه ۱۱۶ کسان وژل شوي دي.‌ دغه پېښه د اترپردېش ایالت په هاتراس ولسوالۍ کې هندوانو ست سنګ مذهبي مراسمو کې شوې ده.‌

د مغولګړي کلي دې پېښه کې ژوندي پاتې شوي کسان وايي، د مراسمو تالار له تنګې دروازې د وتلو پر مهال د خاورو او دوړو یوه ناڅاپي څپه د دې لامل شوه، چې خلک وترهېږي او د وتلو په هڅه کې یې یو بل تر پښو لاندې کړل.

د دغې ولسوالۍ یوه چارواکي اشیش کومار مخکې ویلي‌: “د ډاګټرانو له خوا د ۵۰ او ۶۰ ترمنځ‌ د مړینو رپوټونه ورکړل شوي‌ دي.” خو دغه شمېر اوس لوړ شوی دی.

په وژل شویو کې لوی شمېر یې ښځې او ماشومان دي او ګڼ شمېر لا هم نه دي پېژندل شوي.‌ تر اوسه د دې پېښې لامل نه دی په ډاګه شوی.

عیني شاهدانو ویلي، پېښه داسې مهال رامنځ ته شوې چې دوی په موغلګاري کلي کې د مراسمو له ځایه په وتلو وو.

په اترپردېش کې د پولیسو یوه ویاند بي‌ بي‌ سي‌ ته ویلي، د کره شمېره مالومول ښايي‌ ساعتونه وخت واخلي،‌ خو د ۱۰۰ کسانو مړینه یې تائید کړه.‌

یوه عیني شاهد چې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي بي‌ بي‌ سي ته ویلي،‌ هر څه سم روان وو، “خو ناڅاپه مې د خلکو چیغې واورېدې، خلک یو پر بل را لوېدل.”

هغه زیاتوي، “ګڼ خلک پراته وو، ما څه نه شوای کولای. زه بختور یم چې ژوندی پاتې شوی یم.”

یوې ښځې د هند ټرسټ‌ يریس خبري‌ اژانس ته ویلي، “کله چې مراسم پای ته ورسېدل، هر چا منډې وهلې چې ووځي.‌ خلک د چټلو اوبو په لښتي کې غورځېدل.”

پر خواله رسنیو د دغې پېښې په اړه بوږنونکي انځورونه خپرېږي. په‌ ځینو وېډیوګانو کې لیدل کېږي چې ټپیان موټرو، رېکشو او آن پر موټر سایکلو روغتون ته وړل کېږي.

بي‌ بي‌ سي ته یوه استول شوي وېډیو کلیپ کې لیدل کېږي چې ګڼ مړي د روغتون په دروازه کې پراته دي او خپلوان یې د مرستې چیغې وهي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د هند په شمال کې د مذهبي مراسمو پرمهال له ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*