د هند کرېکټ غوره‌لیګ بولي؛ له لسو یو افغان لوبغاړی هم و نه‌پېرل شو

د هند کرېکټ غوره‌لیګ بولي؛ له لسو یو افغان لوبغاړی هم و نه‌پېرل شو

د هندوستان د ۲۰۲۶ کال کرېکټ غوره‌لیګ (IPL) سیالیو د لوبغاړو د بولۍ مراسم ترسره شول.

په داسې حال کې چې څلور افغان لوبغاړي، له وړاندې د خپلو اړوند لوبډلو له لوري له ځان سره ساتل شوي وو، لس افغان لوبغاړي په‌کې د نړۍ له نورو لسګونه لوبغاړو سره نن (سې‌شنبه) ماښام د بولۍ مراسمو ته وړاندې شول.

خو د راتلونکي کال دې سیالیو ته له لسو یو افغان لوبغاړی هم د کومې لوبډلې له لوري و نه‌پېرل شو.

رحمن‌الله ګربز، نوین‌الحق، مجیب‌الرحمن، فضل‌الحق فاروقي، ګلبدین نایب، وقار سلام‌خېل، صدیق‌الله اتل، قیس‌احمد، وحیدالله ځدراڼ او عرب‌ګل مومند، د راتلونکي کال اي‌پي‌اېل سیالو ته د پېرلو لپاره ټاکل شوي وو.

د راتلونکي کال سیالیو کې بیا څلور افغان لوبغاړي داسې دي چې له وړاندې له بېلابېلو لوبډلو سره قراردادونه لري، د دوی له ډلې، راشدخان له ګوجرات ټایټنز، عظمت‌الله عمرزی له پنجاب کینګز، نوراحمد لکڼوال له چنای سوپر کینګز او الله‌محمد غنضفر له ممبی انډینز لوبډلې سره دي.

دې سیالیو لپاره پر هند سربېره له بېلابېلو هېوادو شاوخوا ۳۵۹ لوبغاړي د پېرلو لپاره وړاندې شوي وو چې ۲۴۵ په‌کې هندي او ۱۱۴ نور یې بهرنیان وو.

خو اوس پوښتنه دا ده چې ولې له نورو کلونو سره په توپير، د راتلونکي کال دې سیالیو ته له وړاندې شویو لسو افغان لوبغاړو یو هم و نه‌پېرل شو؟

د کرېکټ لوبو څارونکي او مبصرین، په دې اړه بېلابېل نظرونه لري چې ځينې یې د تېر کال په ای‌پي‌اېل سیالو کې د افغان لوبغاړو د ښو لوبو نه کول بولي او ځینې نور یې بیا عمده دلیل، د افغانستان ملي لوبډلې او یا نورو اړوند لوبډلو کې د دغو لوبغاړو نه ځلېدنه بولي.

د هندوستان د کرېکټ غوره‌لیګ سیالۍ د نړۍ په کچه د کرېکټ سوداګریزیو سیالیو کې په دې مشهورې دي چې لوبغاړي په‌کې په لوړه بیه پېرل کیږي.

د راتلونکي کال، دې سیالیو لپاره د اسټرالیا کامرون ګرین د ای‌پي‌اېل د تاریخ تر ټولو ګران بیه بهرنی لوبغاړی شو چې نن ماښام په ۲۵.۲۰ کروړه هندي روپیو د کلکتې لوبډلې له لوري وپېرل شو.

همدارنګه دویم لوبغاړی بیا د سریلانکا متیشا پاتیرانا و چې په ۱۸ کروړه هندي روپیو له کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې سره یوځای شو.

ټاکل شوې دا سیالۍ د راتلونکي ۲۰۲۶ کال د مارچ میاشتې په ۲۶مه په هند کې پیل او د می تر ۳۱مې دوام وکړي چې د کلکته نایټ رایډرز، ممبۍ انډینز، چنای سوپر کینګز، رویال چیلنجرز بنګلور، ډهلي کپټلز، راجستان رویالز، سن‌رایزرز حیدراباد، لکنو سوپر جاینتز، پنجاب کینګز او ګجرات ټایټنز په نومونو لس لوبډلې په‌کې برخه لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د هند کرېکټ غوره‌لیګ بولي؛ له لسو یو افغان لوبغاړی هم و نه‌پېرل شو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*