د هېواد د جلغوزو صادراتو کې ۲۵ سلنې زیاتوالی راغلی

💬0

د هېواد د جلغوزو صادراتو کې ۲۵ سلنې زیاتوالی راغلی

جلغوزي د افغانستان له مهمو صادراتي محصولاتو دي او ډېره برخه یې په غرنیو او وچو سیمو، په ځانګړي ډول د هېواد په ختیځ او سوېل‌ ختیځ کې تولیدېږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د جلغوزې صادرات ۱۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، چې د تېر کال پرتله ۲۵ سلنې زیاتوالی ښيي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، آخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه وايي: « د افغانستان تور جلغوزي په ۲۰۲۵ زیږیز کال کې چین، هند، ایټالیا، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، اردن، جرمني، کویټ، د امریکا متحده ایالاتو، برېټانیا، اسټرالیا او نورو هېوادونو ته د یو زر او ۳۱ ټنو په وزن او له ۱۵ میلیونو ډالرو څخه په زیات ارزښت صادر شوي دي.»

په همدې حال کې، د وچې میوې ټولنه د صادراتو د زیاتوالي لاملونه د بازارموندنې بهیر ښه‌ والی، سیمه‌ ییزو بازارونو ته ښه لاسرسی او په نړیوالو بازارونو کې د تقاضا زیاتوالی بولي. 
د یادې ټولنې د مسوولینو په وینا، کیفیت ته پاملرنه، معیاري بسته ‌بندي او د صادراتو په بهیر کې اسانتیاوې د جلغوزې د صادراتو د ودې له مهمو عواملو څخه دي.

د کابل د وچې مېوې د صادرونکو ټولنې ویاند، احمدخالي رحماني هم وايي: « هیله لرو چې د راتلونکي کال له پیله، د صادراتي زونونو او د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د صادروونکو شرکتونو د فعالیت په پیل سره، او همداراز د بانکي ستونزو له حل، سوداګرو ته د ویزو له ورکړې او د لېږد لګښتونو له کمېدو وروسته، د جلغوزو صادرات زیات شي.»

یو سوداګر، محبوب ‌الله محمدي و ویل: « موږ څو ځله له حکومتي چارواکو او بنسټونو سره پرله‌پسې غونډې وکړې او زیات ټینګار مو پر دې کړی چې منظم زراعتي کارګو رامنځته شي، څو د هغه په جوړېدو او د توکو د لېږد په برخه کې د منظمې بیې په ټاکلو سره، د تړلو سوداګریزو لارو تر پرانیستل کېدو پورې دویم بدیل ولرو.»

د اقتصادي چارو شنونکی باور لري چې د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي ډول د جلغوزې، د صادراتو زیاتوالی کولی شي د هېواد د اقتصادي وضعیت په ښه‌ والي او د عوایدو په لوړولو کې مهم رول ولوبوي. 
دوی ټینګار کوي چې د دې بهیر د دوام لپاره باید د ترانسپورټ، بانکي، ساتنې او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي په برخو کې شته ستونزو ته جدي پاملرنه وشي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د هېواد د جلغوزو صادراتو کې ۲۵ سلنې زیاتوالی راغلی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*